دوشنبے16ستمبر (اے پي پي) د چين٬روس٬پاكستان او ايران خارجه وزيرانو په افغانستان كښې په اوسني پیشرفت او په سيمه كښې د امن او سلامتيا په صورتحال د زيارت په ورځ د خيالاتو څرګندونه كړی۔د شنګھائي مرستې تنظيم او كوليكټو سېكورټي ټريټي آرګنائزېشن مشرانو غونډې په موقع د روس خارجه وزير سرګئے لاروف٬د چين خارجه وزير وانګ ژي٬د پاكستان خارجه وزير شاه محمود قرېشي او د ايران خارجه وزير حسېن عامر عبدعاليان شريك ملاقات كړے۔د ملاقات په مهال ګډون كوونكو سيمې او افغانستان كښې د امن٬سلامتيا او استحكام عزم وكړو۔خارجه وزيرانو د قامي مفاهمت په حاجت زور راوړولو سره ووئيل په افغانستان كښې يو ټول شموله حكومت جوړولو ته اړتيا ده كوم چې د ټولو لساني او سياسي قوتونو د ګټې خيال وساتي۔په غونډه كښې افغانستان ته د پیښو خطرو مخ نيوي لپاره په اجتماعي هڅو زور راوړلے شو۔خارجه وزيرانو د افغانستان انساني٬معاشي او سماجي صورتحال او په ګاونډيانو هېوادونو كښې د كډوالو د راتګ په خطرو د تشويش څرګندونه وكړه۔ دغسې دوي په افغانستان كښې د امن ناك ژوند او معيشت په بحالۍ زور راوړو