وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د شريكو ګټو كونسل غونډه د برېښنا بلونه باقاعدګۍ سره وركونكي صارفين د لوډشېډنګ څخه بچ كولو لپاره د توان ډويژن ته سپارښتنه

image

اسلام آباد 06 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د شريكو ګټو كونسل غونډه د برېښنا بلونه باقاعدګۍ سره وركونكي صارفين د لوډشېډنګ څخه بچ كولو لپاره د توان ډويژن ته سپارښتنه كړې داسې ګرډ سټېشنې چرته چې د وصوليو تناسب كم دے هلته جديد ټېكنالوجي وكاروي دغسې چې باقاعدګۍ سره بل وركونكو صارفينو ته د برېښنا وركول باوري كړې شي۔د ګل په ورځ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د شريكو ګټلو كونسل غونډه وشوه۔په غونډه كښې وفاقي وزيرانو حماد اظهر٬ډاكټر فهميده مرزا٬اسد عمر٬شوكت ترين٬فروغ نسيم٬فواد چوهدري٬د پنجاب وزيراعلٰی عثمان بزدار٬د سندھ وزيراعلٰی مراد علي شاه٬د خېبرپښتونخوا اعلٰی وزير محمود خان او نور سينئر وفاقي او صوبائي حكومتونو افسرانو ګډون وكړو۔د توان ډويژن غونډې ته د برېښنا پیداوار زياتوالي منصوبه بندۍ په حقله بريفنګ وركړو۔دا منصوبه بندي د لسو كلونو لپاره كېږي چې پكښې هر كال د طلب او رسد له مخې د اندازو جاج اخستلې كېږي او د حاجتونو له مخې په تګلاره كښې بدلون كېږي۔د دې پلان مقصد د توان حاجت تر نظر ساتلو سره منصوبه بندي كول او صارفينو ته ارزانه برېښنا وركول دي۔وزيراعظم د برېښنا بلونه باقاعدګۍ سره وركونكي صارفين د لوډشېډنګ څخه بچ كولو لپاره د توان ډويژن ته سپارښتنه كړې داسې ګرډ سټېشنې چرته چې د وصوليو تناسب كم دے هلته جديد ټېكنالوجي وكاروي دغسې چې باقاعدګۍ سره بل وركونكو صارفينو ته د برېښنا وركول باوري كړې شي۔ده په دې خبره زور راوړو چې حكومت د برېښنا پېداوار٬ترسيل او د وېش تګلاره كښې اصلاحات كوي دغسې چې نظام كوټلې كړې شي۔د شريكو ګټو كونسل د مجوزه آئي جي سېپ اندازو منظوري وركړه۔كونسل پن برېښنا د تجديد وړ توان اهداف كښې شاملولو منظوري وركړه۔

مضمون کا ماخذ : بولو دا میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں