پاكستان په منطقه كښې د هند منفي كردار د نړۍ په وړاندې بې نقابه كړی٬دا د پاكستان كاميابي ده٬پاكستان به نړيوالې ورورولۍ سره په ګډه په افغانستان كښې امن لپاره هڅې روانې ساتي۔په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې منير اكرم

image

اسلام آباد 17 اګست(اے پی پی)په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منير اكرم وئېلي دي پاكستان په منطقه كښې د هند منفي كردار د نړۍ په وړاندې بې نقابه كړی٬دا د پاكستان كاميابي ده٬پاكستان به نړيوالې ورورولۍ سره په ګډه په افغانستان كښې امن لپاره هڅې روانې ساتي٬ پاكستان د سلامتي كونسل په غونډه كښې د ګډون كولو نه منع كول د هند د پاكستان په ضد د كركې څرګندونه ده٬هند نه غواړي چې نړۍ علم ولري چې هند د افغانستان د لارې په پكستان كښې ترهه ګري كوله٬د پاكستان پشمول د نړۍ نورو هېوادونو هم غوښتل چې په افغانستان كښې بېرته كورنۍ جګړه ونه شي بايد هڅې وكړې شي چې د افغانستان په نوې حكومت كښې د ټولو ډلو استازي شامل وي او په هغه ټول اعتماد وكړي۔د نهې په ورځ نجي ټي وي چينل سره خاص خبرو كښې ده ووئيل چې هند نه غوښتل چې پاكستان د سلامتي كونسل په غونډه كښې ګډون وكړي ځكه چې هغه د پاكستان آواز اورېدل نه غوښتل٬دا د پاكستان په ضد د هند د كركې څرګندونه ده۔د سلامتي كونسل په غونډه كښې د امريكې پشمول ټولو هېوادونو هند ته ووئيل چې پاكستان په غونډه كښې رابلل پكار و خو هند خبره ونه منله او په خپل پخواني ضد پاتې شو۔هند نه شوه زغملې چې پاكستان غونډې ته راشي او ذكر وكړي چې هند د افغانستان د لارې په پاكستان كښې ترهه ګري كوله٬منير اكرم ووئيل چې هند زمونږ د غږ خاموش كولو هڅه كړې خو مونږ د سلامتي كونسل د چيمبر په خوا كښې نړۍ ته خپل غږ رسولې۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې جوبائيډن د افغان شخړې په اړه خپلې ديانتدارۍ سره خپل پوزېشن په ځاې ساتلې٬ده د پاكستان نوم نه دې اخستې كوم چې مونږ لپاره ښه خبره ده۔ده ووئيل چې ملګري ملتونه غواړي چې پاكستان د افغانستان د سولې عمل مخ په وړاندې بوتللو لپاره خپل كردار روان وساتي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کا ٹکٹ کیسے خریدیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں