په جنګ ځپلي هېواد كښې امن او امان لپاره افغان اولس سره د يووالي څرګندونه كوو۔د سېنېټ د دفاع قائمه كمېټۍ قرارداد

image

اسلام آباد 16اګست (اے پي پي)د سېنېټ د دفاع قائمه كمېټۍ په افغانستان كښې په تندۍ سره د بدلېدونكي صورتحال نوټس اغستو سره افغان اولس سره د يو والي څرګندونه كړې۔د ګل په ورځ د كمېټۍ په غونډه كښې په منظور شوي قرارداد كښې وئېلي شوي مونږ په جنګ ځپلي هېواد كښې امن او امان لپاره افغان اولس سره د يووالي څرګندونه كوو۔په افغانستان كښې به د امن او امان په اړه د افغان اولس مرسته كولې شي۔په پاكستان او افغانستان كښې امن٬سلامتيا او استحكام يو بل سره تړلې دي۔په افغانستان كښې امن د نړۍ د كوم هم بل هېواد په مقابل كښې د پاكستان په زياته ګټه دے۔د اسلامي ورورولۍ رواياتو له مخې پاكستان د اوږدې مودې څخه د افغان كډوالو كوربتوب كوي۔د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان له مخې په قرارداد كښې وئېلي شوي په افغانستان كښې د امن په اړه د پاكستان ګټې ډېرې واضحې او مسلسل دي۔پاكستان په افغانستان كښې د اتحاد٬سيمه ايزې خپلواكۍ او سلامتيا ملاتړكوي۔پاكستان په ورور ګاونډي هېواد كښې د افغان اولس د رائے له مخې سوله ايز سياسي حل غواړي او د كوم ډول نوې كورنۍ جګړې څخه بچ كېدو لپاره د سياسي حل مرسته كوي۔ هيله لرو چې د افغانستان خاوره به د كوم هم ګاونډي هېواد غېر مستحكم كولو لپاره ونه كارولې شي او د پاكستان په ضد د پولې د بلې غاړې به د ترهه ګرۍ لپاره هم ونه كارولې شي لكه څنګه چې په دې تېر وخت كښې شوي۔په افغانستان او منطقه كښې په تندۍ سره د بدلېدونكي صورتحال په مناسبت دې پارليمان په باور كښې اخستلو لپاره د پارليمان شريكه غونډه زر راوبللې شي۔حكومت دې په افغانستان كښې د غېر يقينۍ په صورتحال نظر ولري چې دغسې د هند غوندې كوم هم هېواد د دې صورتحال څخه استفاده كولو سره په پاكستان او منطقه كښې امن او امان متاثر نه كړے شي۔په نومبر 2020 كښې د پاكستان لخوا د هند رياستي ترهه ګرۍ په اړه د جوړ كړے شوي ډوزيئر له مخې د هند انټلي جنس ايجنسي” را” د پاكستان په ضد د تربيې 87 كېمپونه چلوي چې پكښې 66 په افغان خاوره او 21 د هند په خاوره جوړ شوي۔د سېنېټ دفاع قائمه كمېټۍ نړيوالې ټولنې ته ووئيل هغه دې د دې حقائقو نوټس واخلي۔كمېټۍ نړيوالې ټولنې او په خاص توګه ملګرو ملتونو سره سره او آئي سي٬اروپائي ائتلاف او نورو نړيوالو ادارو او تنظيمونو ته ووئيل د افغانستان څخه دې ځان خبر وساتي چې دغسې د امن ودې او د سولې په هڅو كښې مرستې سره سره د جنګ ځپلې هېواد د بيا رغونې عمل مخ په وړاندې بوتللے شي۔د سېنېټ د دفاع قائمه كمېټۍ په خپل قرارداد كښې امريكې او لوېديزو هېوادونو كوم چې د ناټو برخه دي٬ته ووئيل د افغانستان د تجربې څخه دې زده كړه وكړي۔په افغانستان كښې رامينځ ته شوې پېښې دې هېوادونو لپاره يوه لويه تجربه ده چې ورسره د افغان شخړې د پوځي حل نشت والي په اړه د پاكستان د دريځ تائيد كېږي۔د سېنېټ قائمه كمېټۍ افغانستان سره په ګډه د كار كولو هيله څرګنده كړې او وئېلې يې دي پاكستان او افغانستان ته امن سلامتيا او استحكام لپاره په ګډه د كار كولو ضرورت دے چې دغسې په دواړو هېوادونو او منطقه كښې امن استحكام او سلامتيا ته وده وركړی شي۔

مضمون کا ماخذ : پاور بال کا ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں