کیبل ډیجیټلائزیشن د حکومت لويه پاليسي پريكړه ده، وفاقی وزیر چوهدری فواد حسین

image

اسلام آباد 13اګست  (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر چوهدری فواد حسین وئيلي دي کیبل ډیجیټلائزیشن د حکومت لويه پالیسی پريكړه ده ، کیبل ډیجیټلائزیشن نه پس د چینلز ریټنګ كښې به سپېځلتيا راشي ، کیبل آپریټرز له به کامیاب جوان پروګرام ترمخه قرض وركولے شي ٬ دې سره به کیبل آپریټرز له ډیجیټل باکس اخستو له آساني تر لاسه شي او هغوي به دغه روپۍ د خپلو صارفینو څخه په ترلاسه كولو بيرته قرض ستنولو كښې وركړي۔ده دا خبره د جمعي په ورځ د کیبل آپریټرز ایسوسی ایشن آف پاکستان چیئرمین خالد آرائین سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔ وفاقی وزیر ووئيل هېواد كښې 4026 کیبل آپریټرز دي ، زمونږ مقصد کیبل آپریټرز د جدیدو عصري تقاضو سره  سمول دي او اولس ته ډیجیټل کیبل ممكن كول دي۔ده ووئيل حکومت میډیا ډویلپمنټ اتھارټی جوړولو لپاره هڅي كوي ، کیبل آپریټرز دې د اسټیك هولډر اتھارټی په توګه خپل وړاندېزونه وركړي ۔ وفاقی وزیر د پیمرا چیئرمېن ته سپارښتنه وكړه چې کیبل آپریټرز سره ملاقات وكړي او د کیبل ډیجیټلائزیشن چارو له حتمی شکل وركړي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ آن لائن دستیاب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں