ملتان 15اګست (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشی وئيلي دي چې افغانستان كښې د پاکستان كوم فیورټ نشته ،افغانستان د سباؤن پريكړه به افغانانو له كول وي او افغانان چې كومه هم پريكړه وكړي مونږ به ئې منو،افغان قیادت بايد د لوئ فن څرګندونه وكړي او په ګډه دا مسئله حل كړي۔سرکټ هاؤس كښې د اتوار په ورځ پریس کنفرنس ته وينا كښې خارجه وزير ووئيل پاکستان افغانستان كښې امن او استحكام غواړي، افغانان هم دغه خواهش لري۔ مونږ غواړو دا معامله په ښه ډول حل شي۔افغان قیادت دا مهال د آزمائش لمحات څخه تيريږي، پاکستان وړومبۍ ورځ څخه وئيل چې د افغانستان مسئلي كوم پوځي حل نشته۔ وزیراعظم عمران خان څو كالو راهسې وائي چې د افغان مسئله به د خبرو اترو د لاري حل كيږي۔دا مهال د افغانستان په مسئله ټوله نړۍ او پاکستان يو موټې دي۔ ده ووئيل د عاشورہ نه پس به د افغانستان د ګاونډيانو هېوادونو سره رابطه كوم او هغوي سره په دې مسئله د خيالاتو څرګندونه كوم۔ خارجه وزير ووئيل مونږ د افغانستان ښه والي ،امن او استحکام او د اولس تحفظ غواړو۔ د يوي پوښتني په ځواب ده ووئيل هند دې د دې مسئلې د خرابولو په ځائې د ښه كولو هڅه وكړي، دا د خیرسګالۍ څرګندوني وخت دې د خنډانو راولاړولو نه۔ ده ووئيل مونږ ګڼو افغانانو له په پاکستان كښې پناه وكړي او هغوي سره د عزت او احترام سره چاري ترسره كوو۔