د 20 كالو افغان جنګ د خبرو اترو د لارې ختم شو٬په نړۍ كښې د مذاكراتو د لارې د مسئلو حل ممكن دے۔مشعال ملك

image

اسلام آباد 31 اګست (اے پي پي)د حريت لارښود ياسين ملك كور ودانې مشعال ملك وئېلي دي چې د 20 كالو افغان جنګ د خبرو اترو د لارې ختم شوې٬په نړۍ كښې د مذاكراتو د لارې د مسئلو حل ممكن دے٬په مقبوضه كشمير كښې كشميريان د تيرو 73 كلونو څخه د جنګ په حالت كښې دي۔د نهې په ورځ په خپل يو بيان كښې مشعال ملك ووئيل چې نړۍ له به پوهېدل وي چې د كشمير مسئلې حل د ټوپك د لارې ممكن نه دے٬هند دې د كشميريانو وينه تويول بند كړي۔نړۍ دې د كشمير په مسئله پريكړه كونكي مذاكراتو له هند مجبور كړي۔مشعال ملك ووئيل چې د كشميريانو ډېره زياته وينه بهيدلې ده٬د كشمير يواځنې حل د خپلواكۍ حق دے٬هند د ټوپك په زور كشميريان زورولې نه شي

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ لائیو
متعلقہ مضامین
مزید خبریں