اسلام آباد 31 اګست (اے پي پي)د وزيراعظم د مذهبونو ترمينځه د همغږۍ او مينځني ختيز چارو خاص مرستيال او د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفي افغانانو له د غېر ملكي ځواكونو په انخلا مباركۍ وركولو سره د نيكو هيلو څرګندونه كړې۔په خپل ټوېټ كښې ده دعا وكړه چې لوے څښتن دې دا لويه كاميابي د افغانستان او د منطقې او اسلامي نړۍ لپاره مباركه وګرځوي۔ده ووئيل چې د پاكستان قوم ښكاره پېغام دے چې د افغانستان امن د پاكستان امن دے۔په خپل يو بل ټوېټ كښې ده ووئيل چې نن هند او د هغه آله كار ټول د كابل څخه تښتېدلې دي٬زما په خوږ هېواد د ترهه ګرۍ جنګ مسلط كونكو ته چرته هم پناه نه ترلاسه كېږي۔امر الله صالح نن د افغان زمكه په تا هم تنګه شوې