اسلام آباد 08ستمبر (اے پي پي)د پاكستان حكومت د افغان اولس لپاره په بشري بنيادونو د خوراك او داروګانو پشمول په سمدستي توګه د ضرورت سامان افغانستان ته لېږلے۔د شورو په ورځ د خارجه وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې درې سي-130 الوتكو د مرستې سامان افغانستان ته رسولې ۔په سمدستي توګه د مرستې سامان د الوتكو د لارې رسولو نه پس به نور د مرستې سامان د سړك د لارې هم لېږلے شي۔د وياند له مخې د پاكستان حكومت به په موجوده سخت ماحول كښې د افغانانو وروڼو مرسته روانه ساتي۔پاكستان په نړيوالې ورورولۍ زور راوړے چې د افغانستان اولس مرستې لپاره كردار ترسره كړي دغسې چې ممكنه انساني بحران څخه وساتلے شي۔