افغانستان كښې عسكري صورتحال په تندۍ سره بدلېږي٬ د پاکستان لخوا په افغان پوله حالات په قابو كښې دي۔ د آئي اېس پي آر ډائرېكټر جنرل مېجر جنرل بابر افتخار خبري كنفرنس

image

پېنډۍ 27اګست (اے پي پي) د آئي اېس پي آر ډائرېكټر جنرل مېجر جنرل بابر افتخار وئيلي دي افغانستان كښې عسكري صورتحال په تندۍ سره بدلېږي٬ د پاکستان لخوا په افغان پوله حالات په قابو كښې دي، د طالبانو لخوا افغان خاوره د كوم بل هېواد په ضد د نه كارولو باور راكړے شوے، د هند كردار عمر له منفي پاتې دے چا چې په افغانستان كښې سرمايه كاري يوازې پاكستان ته د زيان رسولو په نيت كړې، پاکستان كښې امن او امان په افغانستان د پوخ امن سره تړلے دے، د پاکستاني قام په مرسته وسله والو ځواكونو د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې كاميابۍ ترلاسه كړې۔ د جمعې په ورځ خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښې د آئي اېس پي آر مشر مېجر جنرل بابر افتخار ووئيل په افغانستان كښې د پنځلسم اګست نه پس عسكري وضعه كښې په تندۍ سره بدلون راغلے ٬ چا دا اندازه نه لرله چې دومره په تېزۍ سره به حالات بدل شي، پاکستان د ممكنه وضعې له مخې پاك افغان پوله محفوظولو لپاره اقدامات كړي، د نړيوالې پولې پاكستانپلو اړخ په بشپړه توګه محفوظ دے۔ ده ووئيل په افغان پوله د عدم استحكام صورتحال له مخئ پوځي ډلې په ځاې كړے شوي، په پوله قانوني دستاوېزات لرونكو ته د همدردۍ په بنياد د تګ راتګ اجازه ده۔ ده ووئيل پاکستان افغانستاننه د وتلو خواهش لرونكو غېر ملكي كسانو انخلاء لپاره د پروازونو اجازه وركړې ۔ مېجر جنرل بابر افتخار ووئيل كله چې په لوېديزه پوله د ترهګرۍ په ضد عمليات روان وٶ او په ختيز پوله د هند لخوا د ډز بندۍ خلاف ورزۍ كېدې دا ھغه وخت ٶ كله چې پاکستان د جامع بارډر منيجمنټ سسټم اهتمام وكړو۔ ده ووئيل د پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوہ پوله په بشپړه توګه د محفوظولو وژن وركړے٬ مهم بارډرز ټرمينلز ته جديد ټيکنالوجيوركړې شوې ۔ ده ووئيل تر كال 2012 د پاکستان او افغانستان ترمېنځه باقاعده بارډر مېکنزم موجود نه ٶ، د دواړو هېوادونو ترمېنځه د پولې انتظام پحقله اقدامات شوي او د استخباراتي اطلاعات لپاره هم طريقه كار وضع كړے شوے۔ په افغان پوله د ازغن تار په اړه ده ووئيل دا يوه ډېره مهمه او لويه هڅه وه، په دې كار كښې يو شمېر پاكستاني عسكر شهيدان شوي او په پوله 90 فيصده كار ترسره شوے ۔ ده ووئيل په دې وروستيو كښې د پاكستان او ايران په پوله هم د ازغن تار لګولو كار پېل شوے او 50 فيصده كار ترسره شوے ۔ مېجر جنرل بابر افتخار ووئيل پاکستان افغانستان ته د پولې امنيت او انټيلي جنس مرستې نه علاوه د عسكرو د تربيې څو ځله وړاندېز كړے خو يوازې يو څو افغان افسران دلته راغلي ٬ زياترو هند كښې تربيه ترلاسه كړې۔ افغانستان ته د مرستې د دې وړاندېز پس منظر بيانولو سره ده ووئيل پاكستان كښې امن او امان افغانستان كښې امن سره تړلے دے۔ ده ووئيل د افغان اولس نه پس د دې شخړې زيات زيان پاكستان ته رسېدلے ، پاکستان ته د اتيا زره قيمتي ځانونو زيان سره سره 102 بېليونه ډالره معاشي زيانونه هم رسېدلي او اوس هم زيان كېږي ۔ ده ووئيل د قام په مرسته مونږ د ترهګرۍ په ضد كاميابو عملياتو څخه په ترهګرۍ كښې پرله پسې كمے راغلې، د پاکستاني قام او د فورسز د قربانيو له امله په دوو لسيزو كښې د ترهګرۍ په ضد عمليات كامياب شوي۔ مېجر جنرل بابر افتخار ووئيل د پاکستان او د افغانستان ترمېنځه 78 راهدارۍ موجود دي چې پكښې 17 د سركاري نوعيت دي٬ پنځو راهدارو څخه تجارت كېږي او 73 بندې دي۔ ده ووئيل پاکستان د افغانستان څخه د انخلا د عمل مهم همكار در او تر اوسه 5500 غېر ملكيان د پاكستان د لارې افغانستان څخه راويستلے شوي۔ په دې موقع د چين او ازبکستان پشمول د منطقې د نورو هېوادونو د عسكري مرستې پحقله د يوې پوښتنې په ځواب ډي جي آئي اېس پي آر ووئيل د دې هېوادونود ځواكونو نېغ په نېغه هېڅ رابطه نه ده شوې بلكې دا د حكومت تر كچې محدود ده ٬ پنج شېر كښې د رامخې ته شوې صورتحال پحقله د پوښتنې په ځواب كښې مېجر جنرل بابر افتخار ووئيل په افغانستان كښې د كورنۍ جګړې تل خطر ٶ خو دا مهال صورتحال په تندۍ سره بدلېږي او څه هم وئيل به د وخت نه وړاندې وي خو دا مهال د كورنۍ جګړې امكان نشته۔ افغانستان څخه د كډوالو راتګ پحقله ده ووئيل كډوال پاكستان نه راځي٬ په پوله د اړي ګړي صورتحال نشته٬ هر تلونكے راتلونكے اړوند دستاويزات لري۔ مېجر جنرل بابر افتخار ووئيل افغانستان كښې د هند منفي كردار پاتې دے٬ اميد لرو چې افغانستان څخه به د دوي اثر ختم شي، هند چې هلته كومه سرمايه كاري كړې ھغه ئې يوازې پاكستان ته د زيان رسولو په نيت كړې، ھغوي افغانانو سره مينه نه لري۔ ده ووئيل پاکستان كښې په تخريبي كاروائيو كښې هند ككړ دے٬ اېن ډي اېس او را د پاکستان په ضد منصوبه بندي كوي۔ د سي پېك پحقله په منصوبو كار كوٶنكو چينائي وګړو باندې د بريدونو منصوبه بندي هم په افغانستان كښې شوې وه۔ د يوې پوښتنې په ځواب مېجر جنرل بابر افتخار ووئيل طالبانو باور راكړے چې ټي ټي پي ته به افغان خاوره د پاكستان يا د بل كوم هېواد په ضد د كارولو اجازه نه وي، دې لپاره به ھغوي هلته په آزادۍ سره پاتې نشي۔ ده ووئيل كه د پاكستان لخوا څه مسئله رامخې تهشوه نو مونږ به ھغې خبرو لپاره چمتو يو۔ په دې موقع د آئي اېس پي آر ډي جي اعلان وكړو چې په شپږم ستمبر يوم دفاع او شهداء به ټول قام سره لمانځلې شي، د دفاع او شهيدانو ورځ به د “وطن کي مټي ګواہ رهنا” ټېګ سره لمانځلې شي۔ ده ووئيل د دې ورځ لمانځلو مقصد د مورني هېواد دفاع لپاره ځان قربانوٶنكو خپلو عظيمو اتلانو ته پېرزوئنې وړاندې كول دي، وګړي دې د شهيدانو په كورنو كښې د ھغوي عظيمو قربانيو ته سلام پېش كړي

مضمون کا ماخذ : گرم سے زیادہ گرم
متعلقہ مضامین
مزید خبریں