اسلام آباد 01 ستمبر (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي چې تيرو حكومتونو د تعلیم ودې لپاره خپلي ذمه وارۍ نه دي ترسره كړي،وګړو له د تعلیم د لارې مخ په وړاندې نه تللو موقع نه وركول ظلم او ناانصافی ده، جينكو له د تعلیم اهمیت نه وركولو سره د هېواد قیمتی اثاثه ضائع کیږي، سکول د كورنو څخه لري وي او د استاذانو كمې وي نو مسئلې پيدا كيږي، موجودہ حکومت هڅه كوي چې غريبو كورنيو ماشومانو له تعلیم آسانۍ وركړي، جدید ټیکنالوجي استعمال سره د سکول وظائف پروګرام سپيځلې جوړولو او كوټلي نګرانۍ كښې مرسته وشي۔د دې خيالاتو خرګندونه ده د شورو په ورځ احساس پروګرام ترمخه مستحق كورنيو لپاره سکول وظائف اجرا دستورې ته وينا كښې وكړه۔دستوره كښې د تعلیم او پیشه وره تربيې وفاقی وزیر شفقت محمود او د وزیراعظم د سماجی ښګرې او غريبۍ ختمولو خاص مرستيالي ډاكټر ثانیه نشتر هم موجود وو۔ وزیراعظم ووئيل مستحق كورنيو لپاره د سکول وظائف اجرا لوئ اهميت لري، د دې پروګرام دوه اړخونه دي ، پاکستان كښې دوه كروړه ماشومان سکول ته نه ځي ، يو خو هغوي په سكول كښې داخلول او هغوي له تعليم وركول دي، د بده مرغه دې پلو وړاندې پام لرنه نه ده شوي،دغه وجه ده چې دومره ګڼ شمير ماشومان سكول ته نه ځي،د هېواد تر ټولو لويه سرمایه اولس وي او كله چې وګړو له تعليم نه وركړې كيږي نو يواځي نه سرمايه ضائع کيږي بلكه په هغوي ظلم او ناانصافی هم كيږي دغسې هغوي ته د پرمختك موقع نه ترلاسه كيږي۔ وزیراعظم ووئيل د تعلیم ودې لپاره وظیفه او آسانۍ وركوو، زياتي جينكۍ د سكول څخه بهر دي او په خاص توګه د جينكو تعليم ته تير وخت كښې هيڅ اهميت نه دې وركړې شوي، جينكو له تعلیم نه وركولو سره د هېواد قیمتی اثاثه ضائع کیږي، تعلیم یافته ميرمن د نارينه څخه زياته ګټه هېواد ته رسولې شي او لوستي مور د ماشومانو نشوونما، تربیه او ښه خيال ساتلې شي،بايد د جينكو د تعليم ترلاسه كولو ته زياته پام لرنه وكړې شي، د پرائمری کلاسونو جينكو له 2000 روپۍ او هلكانو له 1500 روپۍ روپغ درې مياشتنيزه وظیفه به وركولې شي، حکومت په زړه پوري هڅه كوي چې غریبو كورنيو ماشومانو له تعلیم آسانۍ وركړي۔ده ووئيل لويديز كښې دا تاثر دې چې مونږ خپلو جينكو له تعلیم وركول نه غوړو حالانکه داسې نه ده هر يو پاكستانې خپلو بچو له تعلیم وركولو خوښي لري خو په ځينې ځايونو كښې سكولونه لري دي او استاذان هم نه وي چې له امله ئې مسئلې پيدا كيږي ہیں، د میانوالی تحصیل عیسٰی خیل ځيني سيمو كښې دا ډول صورتحال ؤ ۔ وزیراعظم ووئيل تيرو حكومتونو ذمه واري وه چې د تعلیم لپاره ئې آسانۍ پيدا كړې وي خو هغوي خپله ذمه واري نه ده پوره كړي۔ده ووئيل زمونږ حكومت تعلیم آسانيو وركولو او د ماشومانو د داخلو شرح زياتولو له چمتو دې، انفارمېشن ټیکنالوجي استعمال سره دې پروګرام سپيځلي كولو كښې به مرسته وشي او دې سره به په جعلی انټریز او ګھوسټ سکولونو په شان په مسئلو قابو وموندلې شي او مؤثره نګراني به هم وكړې شي۔ ده د سکیم په اجرا ډاكټر ثانیه نشتر او احساس ډلي کارکردګي وستائله۔