اسلام آباد 02 ستمبر (اے پی پی) وزیرِ اعظم عمران خان سره د آزاد جمو او کشمیر وزیرِاعظم سردار عبد القیوم نیازی ملاقات کړے ۔ملاقات كښې د کشمیری حریت لارښود سید علی ګیلانی بخښني لپاره دعا وشوه۔وزیرِاعظم عمران خان په دې موقع ووئيل سید علی ګیلانی د کشمیریانو د خپلواكۍ حق لپاره تر آخري ساه هلي ځلي كړي، د پاکستان اولس ټولي همدردۍ د غمجنې كورنۍ سره دي۔دې نه پس ملاقات كښې په آزاد کشمیر كښې د ګورننس ښه كولو او عام اولس ته آسانۍ وركولو لپاره په بيلو چارو خبرې وشوې۔