وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې نېشنل انټي ناركوټكس كونسل غونډه٬په ټولنه كښې د نشه اي توكو او په خاص توګه د نوې نسل په حقله د نشه اي توكو په رجحان د تشويش څرګندونه

image

اسلام آباد 06 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان په ټولنه كښې د نشه اي توكو او په خاص توګه د نوې نسل په حقله د نشه اي توكو په رجحان د تشويش څرګندونې سره وئېلي دي چې د نشه اي توكو له امله د نوې نسل سباؤن ته خطر دے٬د نشه اي توكو مخ نيوي موجوده هڅې او اقدامات پوره نه دي۔د ګل په ورځ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د نېشنل انټي ناركوټكس كونسل غونډه وشوه۔په غونډه كښې د وفاقي وزيرانو پشمول د مواصلاتو وزير مراد سعيد٬د تعليم وزير شفقت محمود٬د خزانې وزير شوكت ترين٬د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن٬د قانون وزير فروغ نسيم٬د سمندري چارو وزير علي زيدي٬د ناركوټكس كونټرول وزير اعجاز احمد شاه٬د مذهبي چارو وفاقي وزير نورالحق قادري٬د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر فيصل سلطان٬د پنجاب اعلٰی وزير عثمان بزدار٬د سندھ وزيراعلٰی مراد علي شاه٬د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان٬د ګلګت بلتستان وزيراعلٰی خالد خورشيد٬د آزاد جمو كشمير وزيراعظم سردار عبدالقيوم نيازي او نورو افسرانو ګډون وكړو۔وزيراعظم په ټولنه كښې د نشه اي توكو او په خاص توګه د نوې نسل په حقله د نشه اي توكو په رجحان د تشويش څرګندونه كولو سره ووئيل د نشه اي توكو له امله د نوې نسل سباؤن ته خطر دے۔ده ووئيل د نشه اي توكو په حقله په رامخې ته شوې شمېرې د دې خبرې څرګندونه كوي د نشه اي توكو مخ نيوي موجوده هڅې او اقدامات پوره نه دي

مضمون کا ماخذ : میگا سینا اکمولاڈا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں