وزيراعظم عمران خان هېواد او قوم د پرمختګ او رغونې په لار روانولو لپاره هڅې كوي. ملك امين اسلم

image

حضرو 19 ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم خاص مرستيال ملك امين اسلم وئيلي دي چې وزيراعظم عمران خان هېواد او قوم د پرمختګ او رغونې په لار روانولو لپاره هڅې كوي. ده دا خبرې په هارون كلي كښې د واټر فېلټرېشن پلانټ او د سړك پرانستې نه پس اولسي غونډې ته په خپله وېنا كښې وكړې. ملك امين اسلم ووئيل چې د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې د خوږ وطن پاكستان وقار په ټوله نړۍ كښې زياتېږي. د هېواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل قوم ته يو نه يرېدونكې او بهادر ليډر په لاس راغلے كوم چې د امريكې په شان سپر پاور ته ځواب وركولو سره خپل دريځ وړاندے كړے او د امريكې د اډو غوښتنه ئې رد كړې. د دې څخه وړاندې كوم ليډر داسې جرات نه و كړے. ده ووئيل چې د اولس د ستونزو نه خبر يو او د دې حل كولو لپاره اقدامات كولې شي.

مضمون کا ماخذ : گنہر نا لوٹیریا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں