يو ډول نصاب سره به په پاكستان كښې هر يو ماشوم يو ډول تعليم ترلاسه كړي۔د تعليم وزير شفقت محمود د ليډرز اسلام آباد بزنس سمټ ته وېنا

image
APP64-220921 ISLAMABAD: September 22 - Federal Minister for Education Professional Training National Heritage and Culture Shafqat Mahmood addressing the ceremony “Leaders in Islamabad” to highlight the significance of uniform education system and huge youth bulk of Pakistan. APP

اسلام آباد 22 ستمبر (اے پي پي) د تعليم او پیشه وره تربيې وفاقي وزير شفقت محمود وئېلي دي يو ډول نصاب سره به په پاكستان كښې هر يو ماشوم يو ډول تعليم ترلاسه كړي٬پېشه وره تعليم او تربيې ته پام لرنه كوو۔د شورو په ورځ ليډرز اسلام آباد بزنس سمټ ته په خپله خطاب كښې ده ووئيل په يو ډول تعليم ځكه بحث كېږي چې په دې كښې نجي سكولونه هم شامل كړی شوي۔ده ووئيل د تعليم په مېدان كښې مونږ زياتو چېلنجونو سره مخ يو٬يو ډول تعليمي نصاب ته پام لرنه كوو۔ده ووئيل كله چې نوې څيزونه پېل كېږي نو په هغې كښې خرابۍ هم وي او د ښه والي كوشش هم كېږي۔ده ووئيل ټولو صوبو يو ډول تعليمي نصاب شروع كړے٬هنري تعليم ته پام لرنه كوو او د خواندګۍ شرح زياتولو ته اړتيا ده۔ده ووئيل زمونږ د هېواد خوش قسمتي ده چې زياتره آبادي په ځوانانو مشتمل ده۔ځوانانو لپاره به موقعې راپېدا كولې شي٬دا يوه لويه سرمايه ده۔ده ووئيل د جاپان د آبادۍ لويه برخه په مشرانو مشتمل ده٬جاپان زمونږ سره رابطه كړې چې د پاكستان څخه ځوانان راوستل غواړو۔وفاقي وزير ووئيل مونږ يو ښكلے هېواد لرو٬دلته غرونه دي او سمندرونه هم۔ده ووئيل په نړۍ كښې ځينې هېوادونه داسې دي كوم چې خپل خوراك پخپله پیدا كوي او نړۍ ته يې برآمد كوي۔دې لپاره اوبه يو لويې نعمت دے او مونږ زياتې اوبه لرو

مضمون کا ماخذ : کلیوپیٹرا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں