خارجه وزير د افغانستان په حقله د اروپائي ائتلاف په قرارداد كښې د پاكستان په اړه په منفي حوالو د تشويش څرګندونه٬دا ډول غېر منطقي حواله جات د پاكستان او اروپائي ائتلاف شريكو اړيكو سره مطابقت نه لري۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي

image

اسلام آباد 22 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي د افغانستان په حقله د اروپائي ائتلاف په قرارداد كښې د پاكستان په اړه په منفي حواله جات د تشويش څرګندنې كولو سره وئېلي دي دا ډول غېر منطقي حواله جات د پاكستان او اروپائي ائتلاف شريكو اړيكو سره مطابقت نه لري او دا د امن ودې لپاره د پاكستان د هڅو نظرانداز كولو مترادف دي ٬ د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې پاكستان لويې زيان زغملے ۔ده دا خبرې د شورو په ورځ د ملګرو ملتونو اسمبلۍ 76مې غونډې په موقع په نيويارك كښې د اروپائي ائتلاف خارجه چارو مشر جوزف بوزيل سره د ملاقات په مهال وكړې۔د خبرو اترو په مهال په دوه اړخيزه اړيكو او د افغانستان په صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل په افغانستان كښې امن نه يوازې د پاكستان بلكې د سيمې امن او استحكام لپاره ضرورې دے۔ د معاشي او انساني بحران خطر تر مخه به نړيوالې ورورولۍ له د افغانستان معاونت راون ساتل وي۔خارجه وزير د اروپائي ائتلاف د خارجه چارو مشر د نورو اروپائي هېوادونو خارجه وزيرانو سره د شوو رابطو څخه خبر كړو۔خارجه وزير د افغانستان په حقله د اروپائي ائتلاف په قرارداد كښې د پاكستان په اړه په منفي حواله جات د تشويش څرګندونې سره ووئيل غېر منطقي حواله جات د پاكستان او اروپائي ائتلاف شريكو اړيكو سره مطابقت نه لري او د امن ودې لپاره د پاكستان د هڅو د نظرانداز كولو مترادف دي ۔د دوه اړخيزه اړيكو په تناظر كښې خارجه وزير د پاكستان او اروپائي ائتلاف ترمينځه د مرستې په نوعيت د اطمينان څرګندونې سره د پاكستان او اروپائي ائتلاف سياسي او ستراتېژېكي خبرې اترې زر تر زر د كولو په حاجت زور راوړو۔

مضمون کا ماخذ : تھنڈرسٹرک II
متعلقہ مضامین
مزید خبریں