اسلام آباد24اګست (اے پي پي)خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي سره د اسټراليا خپل همڅنګ مارېس پېن ټېلي فوني تماس نيولے۔ د خارجه دفتر له مخې دواړو خارجه وزيرانو په دوه اړخيزه اړيكو او د افغانستان د بدلېدونكې وضعې پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه كړې۔ شاه محمود قرېشي ووئيل پاکستان د افغانستان په اړه د اجتماعيت وړ او د جامع سياسي تصفيې پلوي دے٬ د موجوده حالاتو له مخې ضرورت د دې خبرې دے چې د افغانانو سېكېورټي او د دوي د حقونو تحفظ باوري كړے شي۔ ده ووئيل د افغان قيادت لخوا په منظر عام راتلونكې اوسني بيانونه د ډاډ وړ دي، نړيوالې ورورولۍ له د افغانستان بيا رغونې او د افغانانو معاشي بحالۍ لپاره موثره اقدامات كولو ته اړتيا ده ۔ خارجه وزيرد آسټراليا خپل همڅنګ كابل كښې د بېلا بېلو هېوادونو سفارتي عملې ٬ د نړيوالو ادارو اهلكارو او د ميډيا استازو زر انخلاء په لړ كښې د پاكستان د معاونت نه خبر كړو۔ خارجه وزير ووئيل پاکستان د آسټراليا سره دوه اړخيزه اړيكو ته ډېر اهميت وركوي او د پاكستان او اسټراليا ترمېنځه سياسي، اقتصادي، او په تهذيبي حقله د دوه اړخيزه مرستې زياتولو بلها موقعې موجود دي۔ دواړو خارجه وزيرانو د پاکستان او آسټرالياترمېنځه د دوه اړخيزه اړيكو په موجوده نوعيت د اطمينان څرګندونه كولو سره د دې لا مستحكمولو لپاره د لوړې كچې د روابطو په وده زور رواړو۔ د آسټراليا خارجه وزير کابل څخه د انخلاء په عمل كښې په معاونت كولو د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي او د پاکستاني قيادت مننه هم وكړه