اسلام آباد۔27اکتوبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي كشميريان له 74 كالو راهيسې د هند د حكومت او پوځ لخوا د بشري حقونو سنګينو خلاف ورزيو سره مخ دي ٬ د پاكستاني اولس زړونه كشميريانو سره درزيږي ٬ پاكستان به په هر فورم د تش لاسې كشميري اولس امناكه ملاتړ دوامدار ساتي۔ د تورې ورځې حوالې سره په خپل خصوصي پېغام كښې وزيرمملكت ووئيل 27 اكتوبر هغه توره ورځ ده كله چې په كال 1947 كښې هندي قابض پوځ كشمير ته ننوتلو ٬ مونږ هر كال دا ورځ د تورې ورځې په توګه لمانځؤ۔ هغه ووئيل 74 كاله آګاهو چې هند لخوا په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د خلاف ورزيو كومه لړۍ پېل شوې ده د هغې سخته غندنه كوؤ۔ هغه ووئيل په خاص توګه د هند لخوا د 5 اګست 2019 اقدامات نظر انداز كېدې نه شي كله چې هندي حكومت آرټيكل 370 ختمولو سره د كشمير مسئلې منلې شوې متنازعه حېثيت ختم كړو۔ هغه ووئيل په دې لړ كښې وزيراعظم عمران خان د كشميري اولس د ريښتوني وكيل او د يو زړه ور سفير كېدو ثبوت وركړو۔ هغه د كشميري اولس په ضد د بشري حقونو سنګينې خلاف ورزۍ ګردې نړۍ ته په ډاګه كړې۔ هغه غوښتنه وكړه چې د ملګرو ملتونو د قراردادونو لمخې دې د كشمير مسئله حل كړې شي او كشميري اولس ته دې د خپلواكۍ حق وركړې شي۔ هغه ووئيل پاكستان به د كشميري اولس امناكه سياسي ٬ سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي۔