اسلام آباد 12اکتوبر (اے پی پی)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي په آسيا كښې د رابطو او باور جوړولو اقداماتو په اړه كنفرنس په آسيا كښې امن٬سلامتيا او پرمختګ لپاره په مهم پليټ فارم وركولو كښې مهم كردار لري٬نړيواله ورورولي دې د تاريخ په دې نازك پړاؤ كښې د امن٬استحكام او پرمختګ لپاره د افغان اولس مرسته وكړي٬د كشمير مسئلې حل نه بغېر په سوئېلي آسيا كښې پائيدار امن نشي راتللے۔دا خبرې ده د نهې په ورځ د سي آئي سي اے شپږمې وزارتي غونډې ته د وېډيو خطاب په مهال وكړې۔خارجه وزير د خبرو اترو او مرستې د لارې آسيا كښې د امن٬سلامتيا او پرمختګ ودې لپاره يو مهم پليټ فارم وركولو كښې د سي آئي سي اے كردار وستائېلو او په آسيا كښې شريكې ٬جامع٬مرستې او د تل پاتې سلامتيا تصور په اړه د سي آئي سي اے عمل لپاره د پاكستان د عزم پخلے وكړو۔په افغانستان كښې د څلورو لسيزو څخه د روان جنګ او شخړو منفي آغېز په رامخې ته كولو سره خارجه وزير په نړيوالې ورورولۍ زور راوړو چې نړيواله ورورولي دې د تاريخ په دې نازك پړاؤ كښې د امن٬استحكام او پرمختګ لپاره د افغان اولس مرسته وكړي۔خارجه وزير په دې خبره زور راوړو چې د جمو كشمير بنيادي شخړه د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې د حل نه بغېر په سوئېلي آسيا كښې پائيدار امن نشي راتللے۔خارجه وزير د ملګرو ملتونو اړوندو قراردادونو له مخې د فلسطين مسئلو حل كولو هم غوښتنه وكړه٬پاكستان د سي آئي سي اے باني غړې دے كوم چې كثيرالقومي فورم دے چې مقصد يې په آسيا كښې امن٬سلامتيا٬استحكام او څوكالۍ ته وده وركولو لپاره د 27 غړو هېوادونو ترمينځه مرسته او باور زياتول دي