د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د سعودي مشرتابه ته د هېواد د قامي ورځې په موقع مباركي وركړه

image

اسلام آباد 23ستمبر (اے پی پی)د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د سعودي عرب مشرتابه ته د سعودي عرب قامي ورځې په موقع مباركي وركړې۔د سېنېټ سېكرټرېټ له مخې د سېنېټ چيئرمېن په خپل پېغام كښې ووئيل د پاكستان اولس او حكومت د سعودي عرب د اولس په خوشحالو كښې شريك دے٬قامي ورځ د كوم هم هېواد لپاره د اهميت وړ وي٬د پاكستان او سعودي عرب دوه اړخيزه اړيكې تاريخي او مثالي دي٬د پاكستان او سعودي عرب اولس زړونه د يوبل سره درزېږي ۔ ده ووئېل پاكستان او سعودي عرب د پرمختګ او خوشحالۍ شريك وژن لري او د دوه اړخيزه مرستې زياتولو خوښي لري۔ د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني ووئيل د سعودي عرب پرمختګ٬خوشحالۍ او استحكام لپاره لاس په دعا يو۔د سېنېټ چيئرېمن د سعودي عرب بادشاه او ولي عهد لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه او وې وئېل د پاكستان اولس د سعودي عرب وروڼو په خوشحالو كښې شريك دے

مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپ ڈاؤن لوڈ کریں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں