اسلام آباد 06 ستمبر (اے پي پي) په سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر ډاکټر شهزاد وسيم وطن لپاره ځان قربانوٶنكو د وسله والو ځواكونو ځوانانو ته سلام وړاندې كولو سره وئيلي چې نننۍ ورځ د مړانې او قربانۍ د ځانګړې جذبي عكاس كوي۔ د سېنېټ سېكټرېټ له مخې د دفاع ورځ په موقع جاري شوي خپل پېغام كښې ده ووئيل ټول قام د مورني هېواد دفاع لپاره شهيدانو او غازيانو ته پېرزوئنې وړاندې كوي، د وسله والو ځواكونو مړانې او استقلال سره عمر له د دښمن ناوړه عزائم خاورې شوې دي۔ ده ووئيل نننۍ ورځ د هېواد خپلواكۍ او سالميت له د ملي يو والي د پخلي ورځ ده