اسلام آباد 15اګست (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې په معاشي توګه د ټولنې د غريب او كمزور طبقو د ژوند معيار لوړول زمونږ وړومبې ترجيح ده. وزيراعظم دا خبره د اتوار په ورځ په ټويټر په خپل يو ټويټ كښې كړې. وزيراعظم په خپل ټويټ كښې د كباړ جمع كوونكي په سائيكل سواره يو ماشوم عكس هم شريك كړے د چا په سائيكل چې د پاكستان بېرغ لګېدے. وزيراعظم ووئيل چې انشاءاللہ دا هغه پاكستانيان دي د كومو د ژوند معيار لوړول چې د ده ترجيح ده. وزيراعظم ووئيل چې داسې پاكستانيان تر اوسه زمونږ رياست نظرانداز كړي دي.