پاكستان سفارتكار٬عام وګړي او د نړيوالو ادارو ملازمين د پروازونو د لارې له كابل څخه وباسي۔سفير منير اكرم

image

نيويارك 20 اګست (اے پی پی)په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي سفير منېر اكرم وئېلي دي په جنګ ځپلي هېواد افغانستان كښې د طالبانو د كنټرول سنبهالولو نه پس پاكستان سفارتكار٬عام وګړي او د نړيوالو ادارو ملازمين د پروازونو د لارې له كابله وباسي۔ سي اېن اېن سره په خبرو كښې ده ووئيل چې په كابل كښې د پاكستان سفارتخانه پرانستې ده او د ويزې په خواستونو كاروائي كوي۔ ده ووئيل چې د پاكستان قامي ايئر لائن پي آئي اے د شورو ورځې څخه هره ورځ درې پروازونه چلوي او تراوسه يې 1100 كسان راويستلې دي٬ ځكه هيله لرو چې مونږ له كابل څخه هره ورځ د 500 نه تر 600 كسان ويستلې شو۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې سفير منير اكرم ووئيل چې كوم افغانان له كابل څخه د پروازونو د لارې راويستلې شوي دي په هغوي كښې زياتره په افغانستان كښې په غېر ملكي سفارتخانو كښې كار كولو لكه څنګه چې په ډنمارك سفارت كښې 450 ځايې وګړو ملازمت كولو۔ سفير منير اكرم ووئيل پاكستان ته راتلونكي داسې كسان چې مطلوبه سفري دستاويزات او ويزه لري په پوله راتېرېدې شي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې دا مهال افغانستان د روانې وضعې له امله كړكېچن صورتحال سره مخ دے۔

مضمون کا ماخذ : bolão dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں