انصاف ٬انسانيت او خود داري د پاكستان تحريك انصاف حكومت د پالېسيو مركزونه دي۔ د چېلنجونو باوجود مو قامي معيشت په سم لوري روان كړے ۔ د وزيراعظم عمران خان د حكومت د درې كلنه كاركردګۍ وړاندې كولو خصوصي دستورې ته خطاب

image

اسلام آباد۔26 اګست (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان انصاف، انسانیت او خود داری د پاكستان تحريك انصاف حكومت د پالېسيو محور ګرځولو سره وئيلي دي ټولې اقتصادي اشاريې مثبت رجحانات پلو اشاره كوي۔ د كووېډ باوجود مو معيشت په سم لوري روان كړے ۔ په درې كاله كښې غېر ملكي زرمبادله زياته شوې او د محصولات وصولۍ ٬ برآمدات او ترسيلات كښې اضافه شوې ۔ کرنټ اکاؤنټ خساره كښې ښكاره كمے رامخې ته شوے ۔ د كورونا وبا په مهال زمونږ تګلاره نړۍ منلې د۔ كه غلطه پرېكړه مو كړې وه نو خلك به د لوږې نه مړه شوې وو۔ د احساس پروګرام ترسېوري لاندې مو په سپېځلي ډول د مستحقو كورنيو ترمينځه روپۍ ووېشلي ۔ په 10 كاله كښې به 10 ډېمونه جوړوؤ۔ 40 لکه بې وزله كورنيو ته به د سود نه پاك قرض ٬ فني تربيه او صحت كارډ وركولے شي۔ هېواد كښې سرمايه كارۍ لپاره چاپېريال كښې بهتري رامخې ته شوې د۔ د تعليم په څانګه كښې د يو ډول نصاب اجراﺀ شوې ۔ په 8م، 9 م او 10م ټولي كښې به د سيرت النبي (ص) كورس شاملولے شي۔ د تېر وخت حكومتي واكمنو هېواد دېواليه پرېښودے ؤ۔ سباؤن كښې به خپل خلك د كوم بل چا لپاره نه قربانؤو او پاكستان به چا لپاره هم نشي كارېدے۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د پاكستان تحريك انصاف حكومت درې كاله مودې په بشپړېدو راجوړې كړې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ وزيراعظم ووئيل ځوانان زمونږ سباؤن دے او د پاكستان زياتره وداني د 30 كالو نه د زيات عمر كسانو ده۔ هغه ووئيل زلمو ته دا پیغام دے چې مونږ هر يو مونځ كښې پاك پروردګار نه په نېغه لاره د تللو دعا كوؤ۔ نېغه لاره هغه كومه لاره چې زمونږ د خوږ پېغمبر حضرت محمد ۖ لاره ده۔ هغه ووئيل ما په ژوند كښې هرې يوې غلطۍ او ماتې خوړولو نه زده كړه كړې او وړاندې تللے يم۔ هغه ووئيل تر كومې چې مونږ د حالاتو مقابله كړې نه وي كاميابي ترلاسه كولې نه شؤ۔ هغه ووئيل كله چې ما د وزراعظمې منصب سنبال كړو نو دغه وخت زما په ذهن كښې راغلل چې هسې ناوړه حالاتو سره مخ شؤ۔ بيا ما سوچ وكړو چې مه يرېږه۔ كه په سخت وخت صحيح پوه شؤ نو هم هغه به د ترقۍ لاره جوړه شي۔ هغه ووئيل كركټ كښې مانه زيات ټېلېټ لرونكي لوبغاړي هم وو۔ ما به د خپلو غلطو احساس او تجزيه كوله نو كاركردګي به لا ښه كېده۔هغه ووئېل په پرچو لاس كښې نيولو څوك ليډر نه شي جوړېدے او نه په شارټ كټ څوك ليډر جوړ شوے ۔ هغه وئېل قائداعظم اعظم پخپل ژوند كښې ډېرې هلې ځلې كړي ٬ د هغه هلې ځلې د خپل ذات لپاره نه بلكې لوي مقصد لپاره وې۔ هغه ووئيل تر كومې چې پاكستان قائم وي قام به قائداعظم ته دعاګانې كوي

مضمون کا ماخذ : سلاٹ فادر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں