اسلام آباد 14اګست (اے پی پی) صدر ډاکټر عارف علوی وئيلي دي پاکستان د خپلو 74 كالو مزل په مهال ډيرو چيلجونو سره مخ شوے خو مونږ د خپلي ميني ، قربانیو او شريكي مرستي سره په دې چیلنجونو قابو موندلو كښې بريالي شوي يو،د هېواد معاشی اشارو كښې د ښه والي اثرات اولس ته ورسول پيل شوي، مونږ د جمو او کشمیر په شخړه د کشمیریانو اخلاقی ، سیاسی او سفارتی مرسته روانه ساتلو له د عزم تجدید کوو ،نن ورځ دې قام لوظ وكړي چې مونږ به د قائداعظم په نظریات عمل كولو سره د پاکستان اتحاد او سوكالۍ لپاره كار كوو ۔ د پاکستان 75مي آزادۍ ورځې په موقع د قام په نامه خپل پیغام كښې صدر ووئيل د پاکستان 75مي آزادۍ ورځ په خوشحالو كښې د خپلو وطنوالو په خوشحالۍ كښې برابر شيرك يم۔ په دې ورځ بابائے قوم قائداعظم محمد علی جناح او د تحریك پاکستان لارښودو او كاركنانو ، چا چې د برصغیر پاك و هند مسلمانانو لپاره جلا هېواد جوړ كړے ، هغوي ته پيرزوئنې وړاندې كوو۔ ده ووئيل د خپلو 74 كالو مزل په مهال پاکستان ګڼو چيلنجونو سره مخ شوے ، خو د خپلي ميني ، قربانیو او قام په مرسته په دغه ټولو چيلنجونو قابو موندلو كښې بريالي شوي يو ۔ پاکستانے قام يو بهادر او ذهين قام دے او په بيلو څانګو كښې زمونږ كاميابۍ مونږ د نورو قامونو څخه ممتاز کوي۔ صدر ووئيل نړۍ له به د دې امر تعریف کول وي چې پاکستان په انفرادی توګه د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې دې لعنت له ماتي وركړې۔دغسې د پاکستان جوہری طاقت جوړيدل هم لويه كاميابي ده او زمونږ جوهری صلاحیتونو د هېواد دفاع ناقابل تسخیر جوړه كړې ۔ صدر عارف علوی ووئيل دا خبره د يادوني وړ ده پاکستان څو لسيزو راهسې د ګڼو افغان كډوالو كوربتوب كوي ۔ دې نه ځانله د کورونا وبا په ضد پاکستان کوټلي ګامونه پورته كړي كوم چې په نړيواله كچه ستئالې شوي۔ د کورونا وبا په ضد په دې لويه کامیابۍ زه ډاکټرز او پیرا میډیکس، علماﺀ کرام، میډیا ، نیشنل کمانډ اینډ آپریشن سینټر ، سکیورټی فورسز او ټول قام ته پيرزوئني وړاندې كوم۔ ده ووئيل د آزادۍ ورځ په دې موقع مونږ د شخړيز جمو او کشمیر د کشمیریانو اخلاقی ، سیاسی او سفارتی مرستې دوامداره روان ساتلو له د عزم پخلے كوو۔زه خپلو کشمیریانو له باور وركوم چې پاکستان به د ملګرو ملتونو سلامتی کونسل قراردادونو له مخي د خپلواكۍ حق تر ترلاسه كيدو پورې هغوي سره ولاړ وي ۔زه نړيوالي ورورولۍ ته خواست كوم چې هند مجبور کړي چې په مقبوضه جمو او کشمیر كښې د بې ګناه وګړو په ضد د بشري حقونو خلاف ورزی بندي كړي۔ صدر عارف علوی ووئيل راځئ چې نن عهد وكړو چې د قائداعظم محمد علی جناح په نظریات به عمل كوو او د پاکستان اتحاد او سوكالۍ لپاره به كار كوو۔