پاکستان،ازبکستان او تاجکستان په منطقه كښې امن لپاره د مشاورت سلسله روانه ساتلو او د دوه اړخيزه اړيكو لا مستحكمولو لپاره د لوړې كچې روابطو ته وده وركولو ته اتفاق كړے۔ خارجه دفتر

image

اسلام آباد23اګست (اے پي پي)پاکستان،ازبکستان او تاجکستان په منطقه كښې امن لپاره د مشاورت سلسله روانه ساتلو او د دوه اړخيزه اړيكو لا مستحكم كولو لپاره د لوړې كچې روابطو ته وده ته اتفاق كړے۔ د خارجه دفتر له مخې مخدوم شاه محمود قرېشي د څلورو هېوادونو دورې په دوېم پړاٶ كښې د شورو په ورځ تاشقند كښې خپل ازبك همڅنګ عبدالعزيز کاميلوف سره ملاقات كړے۔ د ملاقات په مهال په دوه اړخَيزه اړيكو٬ په بېلا بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې په وده او د افغانستان په وضعه تفصيلي خبرې شوي۔ دواړه خارجه وزيران په دې خبره صلاح شوي چې د پاکستان او ازبکستان ترمېنځه ستراتېژك شراكتداري د لوړې كچې روابطو ودې له امله ممكن شوې٬ دواړه مشران د وزيراعظم عمران خان په دې ورستيو كښې د ازبکستان دورې په مهال په كړو متفقه پرېكړو زر عملدرآمد باوري كولو او د اړيكو لا مستحكمولو لپاره د لوړې كچې روابطو ودې ته صلاح شوي۔ د خبرو اترو په مهال منطقه كښې د سولې ثبات په خاص توګهد افغانستان په بدلېدونكې وضعه د خيالاتو څرګندونه شوې۔ شاه محمود قرېشي ووئيل پاکستان په افغانستان كښې امن لپاره د جامع نوعيت سياسي تصفيې پلوي دے٬ هلته امن سره به په منطقه كښې تجارت او سيمه ايز روابط وده ومومي او بشپړه منطقه كښې به ترې شان مستفيد شي٬ كه د افغانستان وضعه خرابه شي نو د ټولې منطقې امن به وځپلے شي۔ ازبكخارجه وزير د افغانستان په بدلېدونكې وضعه او د رامخې ته چېلنجونو مخنيوي او په سيمه ايزه كچه متفقه لائحه جوړولو لپاره د پاکستان د عمليستړو ستائنه وكړه او د خارجه وزير شاه محمود قرېشي دا دوره ئې په “وخت” او د خاص اهميت وړ وګرځوله ۔ دواړو خارجه وزيرانو په منطقه كښې امن لپاره د مشاورت سلسله روانه ساتلو لپاره هم صلاح يوه كړه۔ د دې نه وراندې خارجه وزير شاهمحمود قرېشي د شورو په ورځ په دوشنبے كښې د تاجكستان خپل همڅنګ سراج الدين مهر الدين او صدر امام علي رحمانوف سره جلا جلا ملاقاتونه كړي۔

مضمون کا ماخذ : میان میجک وائلڈ فائر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں