اسلام آباد 15ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سپارښتنه كړی پنجاب كښې د انتظاميې ډهانچې ښه كولو او اولس له د خوراك څښاك څيزونه په ارزانه بيعه وركول باوري كړئ ٬تر تهاڼو رسنه او د ګيلو سمدستي ازالې لپاره دې تګلاره وضعه كړی شي۔پوليس دې د سياسي تړون نه غېر د اولس خذمت او انصاف باوري كړي۔ده دا سپارښتنه د شورو په ورځ د انتظامې ډهانچې ښه والي په اړه د پورته كړو ګامونود جاج اخستو په اړه د غونډې مشرۍ كولو سره وكړه۔په غونډه كښې د پنجاب وزيراعلٰی عثمان بزدار٬د پنجاب چيف سېكرټري كامران علي افضل او د پنجاب آئي جي سردار علي خان ګډون وكړو۔د بريفنګ په مهال وزيراعظم ته ووئيل شول د پنجاب په انتظاميې پريكړو كښې سپېځلتيا تر نظره ساتلې كېږي٬په ګرانۍ قابو موندل او وګړو له د خوراك څښاك څيزونه په مناسب بيعه وركولو له اقدامات كېږي۔د دې نه علاوه پنجاب كښې د پرمختيائي پروژو زر تر زره بشپړولو ته پام لرنه كېږي۔په پنجاب كښې به كرپشن او بدعنواني ونه زغملې شي۔وزيراعظم عمران خان ته د پنجاب انسپكټر جنرل سردار علي خان په صوبه كښې د پوليس په اصلاحي ترجيحات بريفنګ وركړو۔د پنجاب پوليس د اولس بنيادي مسائلو او د ګيلو په سمدستي توګه حل كولو له ګامونه پورته كوي۔په دې موقع وزيراعظم سپارښتنه وكړه پنجاب كښې د انتظاميې ډهانچې ښه كولو او اولس له د خوراك څښاك څيزونه په ارزانه بيعه وركول باوري كړئ ۔وزيراعظم خاص سپارښتنه وكړه تر تهاڼو رسنه او د خلقو د ګيلو سمدستي ازالې له تګلاره وضعه كړئ ۔ دغسې پوليس دې د سياسي تړون نه غېر د اولس خذمت او انصاف باوري كړي