د برېسټ كېنسر پحقله مېرمنو كښې شعور بېدارولو ته اړتيا ده۔ صدر

image

اسلام آباد 20 ستمبر (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي د برېسټ كېنسر٬ د دې په زر تشخيص او د درملنې پحقله په مېرمنو كښې د شعور بېدارولو په حاجت زور رواړولو سره وئيلي دي د رنځ پحقله خبرتيا او په وخت درملنې سره قېمتي انساني ژوند بچ كېدے شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په كراچۍ كښې د برېسټ كېنسر پحقله د شعور بېدارولو كمپائن په اړه د غونډې د وېډيو لنك د لارې د مشرۍ كولو په مهال كړې۔ په غونډه كښې ډاکټر فېصل سلطان، د پنجاب او خېبرپختونخوا د صحت صوبائي وزيرانو، پاکستان كښې د ډبليو اېچ او نمائنده، د بلوچستان او سندھ چيف سېكرټريز او د پمز او شفاﺀ انټرنېشنل روغتونونو نمائندګانو ګډون كولٶ۔ صدر په دې خبره د افسوس څرګندونه وكړه چې د تعليم او خبرتيا كمي په سبب پاکستان كښې د برېسټ كېنسر له امله د مړو شرح نزدې 50 فيصد ده كومه چې زياته د تشوش خبره ده۔ ده په دې خبره زور راوړو چې مېرمنو ډاكټرانو له د برېسټ كېنسر پحقله د مېرمنو په كالجونو او پوهنتونونو كښې باقاعده سېشن كول پكار دي دغسې چې د دې رنځ پحقله شعور راپېدا شي۔ ده د برېسټ كېنسر كېسونو پحقله ډېټا جمع كولو لپاره په مركزي او صوبائي كچه د رجسټري جوړولو په ضرورت هم زور رواړو دغسې چې حكومت د رنځ مخنيوي لپاره مناسب اقدامات وكړے شي۔ صدر په دې خبره رڼا واچوله چې هېواد كښې مېرمنو ته د غذائيت كمي پشمول د صحت يو شمېر مسئلې رامخې ته دي د كومو چې په ترجيحي بنيادونو حل كولو ته اړتيا ده۔ تېر كال د برېسټ كېنسر پحقله د شعور بېدارولو په كمپائن كښې د ميډيا د كردار ستائنه كولو سره صدر دا هيله څرګنده كړه چې سږ كال به هم ميډيا ھغسې فعاله كردار ولوبوي دغسې چې په اولس كښې د درې رنځ پحقله بشپر شعور رابېدار كړے شي۔ دغسې صوبائي واكمنو د برېسټ كېنسر زر تشخيص او درملنې لپاره خپلو صوبو كښې د ترلاسه سهولتونو په اړه صدر خبر كړو۔ په غونډه كښې د هېواد ضرورتونو ترسره كولو لپاره د صحت او نګهداشت نظام ښه كولو لپاره بېلا بېل وړاندېزونه هم وركړل

مضمون کا ماخذ : پرامڈ ادا کرتا ہے۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں