اسلام آباد۔13اکتوبر(اے پی پی) وزیراعظم عمران خان د قومي موسمیاتي تبديلي پالیسي 2021 او د قومي وائلډ لائف پالیسي 2021 اصولي منظوري وركولو سره سپارښتنه كړې چې په مارګله غرونو كښې دې يو خصوصي زون د پړانګانو د تحفظ سيمه وګرځولې شي٬ دغسې د اسلام آباد په مرغزار چړياګھر كښې د وائلډ لائف انفارمېشن سېنټر جوړولو منظوري هم وركړې شوې۔ د شورؤ په ورځ وزيراعظم عمران خان د موسمياتي بدلون كمېټۍ درېمې غونډې مشري وكړه۔ وزيراعظم عمران خان په دې موقع ووئيل پاکستان د 10 اربه سونامي ټري پروګرام له كبله د “ګرین چېمپئن” په حېث خپل عزت زيات كړے۔ نړۍ بايد د موسمياتي بدلونونو اغېزو مخنيوي كښې د پرمختګ كوؤنكو هېوادونو مرسته وكړي۔ وزیراعظم ووئيل په خېبر پختونخوا كښې زمونږ حكومت 10 اربه سونامي ټري پروګرام پېل كړو او اوس ټوله نړۍ زمونږ تقليد كوي ۔ هغه ووئيل نړيواله ورورلي د موسمياتي بدلون اثرات كمولو له د پاكستان د حقيقت پسندانه او كوټلو ګامونو ستائنه كوي۔ وزیراعظم د موسمياتي بدلون وزارت ته سپارښتنه وكړه چې د قدرتي ماحول تحفظ لپاره د ټاكلې شوو هدفونو جاج واخلي او نوې ضروري اهداف وضع كړي۔ وزيراعظم د بېلو وزارتونو ترمينځه د هڅو مربوطولو او د موسمياتي بدلونو اثرات ختمولو له د يو تھنك ټېنك جوړولو هم منظوري وركړه۔ هغه ماحولياتي تحفظ لپاره د ملك امين اسلم د هڅو ستائنه وكړه او په دې څانګه كښې ئې د پاكستان په هڅو رڼا واچوله۔ د وزیر اعظم د موسمياتي بدلون خصوصي مرستيال ملك امين اسلم غونډه د اېن ډی سی، موسمیاتی بدلون پالیسۍ ، قومی وائلډ لائف پالیسۍ او د ګرین کلائمیټ ډپلومېسی په اړه خبر كړه۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو شاه محمود قريشي ، سيد فخر امام ، محمد حماد اظهر ، چوهدري مونس الهي ، د قومي سلامتيا سلاكار ډاكټر معيد يوسف ، وزير مملكت زرتاج ګل ، د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل ، د بلوچستان اعلی وزیر جام کمال خان ٬ د ګلګت بلتستان اعلی وزیر خالد خورشید٬ د پنجاب اعلی وزیر سردار عثمان بزدار ، د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر محمود خان ، د آزاد کشمیر وزيراعظم سردار عبدالقیوم نیازي او د سندھ د ماحوليات وزیر اسماعیل راهو د ویډیو لېنک له لارې ګډون کولو۔