اسلام آباد 15ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي افغانستان دا وخت د تاريخ يو نازك دور څخه تېرېږي٬دا مهال ټول افغانستان د طالبانو په كنټرول كښې دے٬د افغانستان موجوده حكومت د نړيوالې ورورولۍ څخه د مرستې او قبوليت خوښي لري٬افغانان دا تاريخ لري چې هغوي كله همبې اختياره حكومت نه دے قبول كړے او نه افغانستان د بهرنو قوتونو څخه كنټرول كېدے شي۔پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې لوي زيان پورته كړے۔پاكستان د كوم بل جنګ متحمل كېدے نه شي۔ مونږ د امرېكې سره هغسې اړېكې غواړو څنګه چې هغوي د هند سره لري ٬افغانستان كښې د اړي ګړي څخه پاكستان د ترهه ګرۍ او د لا كډوالو راتللو څخه پرېشانه دے۔ د شورو په ورځ د امريكې نشرياتي ادارې سي اېن اېن سره په مركه كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل مونږ ته معلومه ده چې افغانستان د تاريخ د مشكل دور څخه تېرېږي٬مونږ دعا غواړو چې افغانستان40 كاله پس د امن په لار روان شي ۔كه طالبانو د ټولو ډلو سره په ګډه حكومت حكومت جوړ كړي نو دا ممكن كېدے شي۔ده ووئيل د دې برعكس كه كومه بله لاره اختيار كړې شوه نو يو لويې انساني بحران راپېدا كېدے شي۔ده ووئيل د كوم مقصد لپاره چې امريكا افغانستان ته راغلې وه هغه مقصد د نړيوالو ترهه ګرو ختمولو وو۔وزيراعظم ووئيل د افغانستان غېر مستحكم كېدو په صورت امكان دے چې افغانستان يوځل بيا د ترهه ګرو لپاره محفوظه ژاله جوړېدې شي٬مونږ دا هيله لرو او دعا كوو چې 40 كاله پس دلته امن راشي خو دا وخت د افغانستان په حقله كومه هم پېشنګوئي نشي كېدې۔وزيراعظم ووئيل افغانستان دا تاريخ لري چې د بهر څخه نشي كنټرول كېدے او نه افغانانو د خپلې خوښې په ضد د كوم بې اختياره حكومت مرسته كړې ة دا د اولس تر مخه ښه نهيګڼرلے كېږي ځكه دلته په ناسته دا سوچ كول چې مونږ له څنګه كڼټرول كول دي ٬ د دې په ځاے مونږ له د هغوي مرسته كول پكار ده ٬ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئېل كه طالبان د يو جامع حكومت لپاره كار كول غواړي ٬ د افغانستان ټولې ډلې يو ځاې كول غواړي ٬ كه هغوي مېرمنو له حقونه وركول غواړي ٬ هغوي بشري حقونه غواړي او عامه بخښنه كول غواړي نو هغوي په څركند ډول په نړيواله توګه قبوليت غواړي د افغانستان موجوده حكومت چې څنګه په واضحه توګه محسوس كوي چې د نړي والې مرستې نه بغېر هغوي بحران نشي قابو كولے نومونږ له د هغوي كمرسته كول غواړي ٬ او هغوي په سم لوري وړاندې بوتلل غواړي ۔د مېرمنو د حقونو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل دا سوچ كول غلطي ده چې د بهر څخه څوك د افغانستان مېرمنو له حقونه وركولې شي۔د افغانستان مېرمنې قوي دي ٬ هغوي له وخت وركړې ٬ د افغانستان مېرمنو له د خپلو صلاحيتونو له مخې د كار كولو آزادي پكار د۔ده ووئيل پاكستان د كوم بل جنګ متحمل كېدے نه شي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل چې كله افغان جهاد پېل شو نو پاكستان 50 لكه افغان كډوالو له پناه وركړې٬په هغې كښې د حقاني قبيلې وګړي هم وو٬د دغې قبيلې ځينې وګړي په پاكستان كښې د افغان كډوالو په كېمپونو كښې زېږېدلې وو۔امريكنيانو د حقاني نېټ ورك په حقله معلومات نه لرل چې دا څه دي ۔حقاني قبيله د افغانستان پښتنه قبيله ده۔ د كډوالو په كېمپ كښې استوګنو لاكهونو خلقو كښې څنګه دا فرق كېدې شي چې په دوي كښې څوك طالبان دي او څوك نه دي۔وزيراعظم ووئيل د پاكستان مجموعي بجټ 50 اربه ډالره دے كوم چې په 22 كروړه وګړو خرڅ كېږي۔ او امرېكا په يوه ورځ كښې 30 كروړه ډالره خرڅ كوي او دغسې هغوي په افغان جنګ كښې 2 كهرب ډاره خرڅ كړي ۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئېل دا د استخباراتي ايجسنسيو كار دے٬ چې هغوي د هر يو سره اوويني٬د امريكې سي آئي اے د افغان طالبانو سره خبرې اترې كوي كوم چې د هغوي كار دے۔ده ووئيل طالبانو د پاكستان په رياست بريدونه كړي٬په جنرل پروېز مشرف يې دوه ځانمرګي بريدونه كړي٬هغوي د پاكستان دننه څخه همدردۍ لرلې٬پاكستانو طالبانو بېنظيربهټو وژلې او دا ځكه چې هغې ګڼل چې د امريكې سره مرسته كول پكار ده۔ده ووئيل په ماضي كښې زمونږ د مملكت مشر له امريكې ته وئېل پكار وؤ چې مونږ له څه كول دي او څه نه خو چې په پاكستان كښې بدعنوان او كمزوري د مملكت سربراهان ناست وو نو هغوي د امريكې په وړاندې ونه درېدل۔وزيراعظم ووئيل په افغانستان د قبضې په مهال د امريكې د پاكستان سره اړيكې تاؤجنې وې٬امريكا وائي چې مونږ پاكستان له د هغوي قيمت وركوو او هغوي د سوېلين لپاره 9 اربه او د پوځي مرستې په لړ كښې 11 اربه ډالر وركړي او زمونږ مثال د كرايه دې اغستې ټوپك ؤ ۔ده ووئيل په پاكستان كښې خلك دا ګڼي چې د امريكې د ملګرتيا نه پس مونږ د هر اړخ نه د بمونو سره مخ شو٬بېنظيربهټو په دغې سبب ووژلې شوه او زمونږ معيشت تباه شو او د 150 ارب ډالر زيان سره مخ شو۔وزيراعظم ووئيل هغه وخت مونږ د امريكې سره داسې اړيكې غوښتلې لكه څنګه چې د هغوي د هند سره دي۔مونږ د يو اړخيزه اړيكو خواهش مند نه يو چرته چې هغوي مونږ له د جنګ قيمت راكوي٬مونږ خو ورسره د معمول اړيكې غواړو۔وزيراعظم ووئيل د پاكستان لپاره لوي تشويش د افغان كډوالو دے٬پاكستان د وړاندې نه د 30 لكه افغانانو كوربتوب كوي٬مونږ د يو ډېر لويې معاشي مشكل صورتحال نه راوتې يو او مونږ نور كډوال نه شو اغستلے ۔وزيراعظم ووئيل زمونږ دوهمه پرېشاني د ترهه ګرۍ ده٬آئي اېس آئي اېس ٬ پاكستاني طالبان او بلوچ ترهه ګر د وړاندې نه د پاكستان په ضد ترهه ګرۍ لپاره افغان خاوره كاروي۔ده ووئيل كه په افغانستان كښې اړے ګړے وي او هلته استحكام نه وي نو مونږ به د دوه نور مسائلو سره مخ كېږو۔وزيراعظم ووئيل د نائن اليون نه وروستو د امريكې اتحادي په جوړېدو د پاكستان په ضد نزدې 50 عسكريت خوښو ډلو بريدونه كړي او د دې هره څه نه باوجود امريكې هم په پاكستان 480 ډرون بريدونه كړي شائد كه چرته داسې شوې وي چې كوم هېواد د خپل اتحادي هېواد په ضد بريدونه كړي۔وزيراعظم د پاكستان په خاوره د ترهه ګرو د خوندي ژالو په سختۍ سره ترديد كولو كښې ووئيل د پاك افغان پولې د ډرون الوتكو څخه سخته څارنه شوې ۔۔وزيراعظم ووئيل د نورو په جنګونو كښې خپل هېواد د تباه كولو متحمل كېدې نشو د وزيراعظم په حېث زما زمه واري ده چې د خپل هېواد د خلقو خدمت وكړم۔