د برېسټ کینسر زر تر زره تشخیص سره هېواد كښې په يو كال كښې د 40 زره ميرمنو ژوند بچ كېدے شي ،صدر ډاکټر عارف علوی

image
APP70-061021 ISLAMABAD: October 06 – President Dr. Arif Alvi addressing an interactive session on Breast Cancer awareness with media persons at Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 06 اکتوبر (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوی وئيلي دي د سينې کینسر زر تر زره تشخیص سره په هېواد كښې د دې ناوړه رنز ښکار په يو كال كښې د 40 زره ميرمنو ژوند بچ كوېدے شي ، په دې لړ كښې د خبرتيا د لارې د سينې کینسر په اړه ممنوعات څخه خلاصي سره ميرمنو له په سمدستي توګه د طبی مرستې په اړه د يرې لري كولو له به مرسته تر لاسه شي۔صدر مملکت د خپلي كوروداني ثمینه علوی سره د شورو په ورځ په ایوان صدر كښې د پرنټ او الیکټرانك میډیا نمائندګانو سره خبرو كښې د برېسټ کینسر په اړه د اولس خبرولو كښې د ميډيا کردار اهمیت رامخې ته كړو۔ صدر عارف علوی ووئيل د پاکستان په شان پرمختګ كوونكو هېوادونو كښې احتیاط او پرهیز د سينې د کینسر پشمول د نورو ناروغيو د مشكلې طبی درملنې څخه د بچ كيدو ښه لاره ده۔ده ووئيل د ټولني ذمه واري ده چې ميرمنو له تعلیم، صحت او د هراسیت څخه د ساتنې پشمول تر ټولو آسانيو رسنه وركړي۔ صدر مملکت په ميډيا زور راوړو چې د سينې كينسر په ضد جنګ كښې په دې سرخط كار وكړي دغسې چې زيات وګړي خبر كړې شي۔په دې موقع بیګم ثمینه علوي ووئيل د سينې كينسر په اړه زمونږ د خبرتيا كمپائن ترمخه میډیا په خپلو پروګرامونو كښې او ورځپاڼو كښې په دې سرخط مؤثره خبرتيا راپيدا كوي۔دې ووئيل زه به د روانې مياشت په مهال د بيلو كالجونو او بيلو ښارونو دوره كوم دغسې چې جينكو كښې پخپله د تشخيص په اړه شعور رابيدار شي۔دې د كورنيو په سړو زور راوړو چې د دې رنز په اړه د متعلقه تكليفونو په اړه معلومات ترلاسه كړي او مناسب طبي خيال ساتلو له د ميرمنو مرسته وكړي۔ د وزیراعظم د قامي روغتيا خاص مرستيال ډاکټر فیصل سلطان په دې مهال ووئيل د سينې کینسر سخت صورتحال ترمخه د اړوندو ادارو صلاحیتونو لا قوي كولو ته اړټيا ده۔ده ووئيل د آنکولوجسټ او سرجنانو شميره زياتول او د درآمد شوو داروګانو سره په ټیکنالوجی انحصار په دې لړ كښې مهم اقدامات دي

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹرائزڈ لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں