ملګري ملتونه ۔9اکتوبر(اے پی پی) پاکستان د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كونسل لخوا په افغانستان کې د بشري حقونو د خلاف ورزيو پلټنيو لپاره د استازي ټاكلو حوالې سره د اروپائي ائتلاف وړاندې كړې شوې قرارداد ناوړه ٬ په ناقص مشاورت اډاه او په ممكنه توګه غېر مفيد ګرځولو سره مسترد كړې او وئيلې ئې دي چې دا اقدام افغانستان كښې د موجوده مانيټرنګ او رپورټنګ عمل نقل كوي۔ په دې خبره زور راوړلو سره چې افغانستان نن د يو ناز پړاؤ څخه تېرېږي ٬ پاكستاني سفير خليل هاشمي 47 كسيزه كونسل ته ووئيل چې د جنګ ځپلي هېواد وضعې په اړه نړيوال غبرګون جوړولو له په پوهه ٬ او رابطه كارۍ اډانه تګلاره وضعه كولو ته اړتيا ده كوم چې د افغان اولس جائز حاجات او خواهشات پوره كړې شي۔ د زيارت په ورځ د رايو شمېرې په مهال 28 هېوادونو د اروپائي ائتلاف لخوا د وړاندې كړې شوي قرارداد په حق كښې او 5 په مخالفت كښې رائې وركړه او 14 هېوادونو د رائې شمېرې عمل كښې برخه وانخسته۔ د خپلو اندېښنو وضاحت كولو سره سفير هاشمي ووئيل دا قرارداد افغانستان كښې د اوږدې مودې شخړې په پس منظر كښې د حقونو د صورتحال جاج نه اخلي۔ دا په تېر وخت كښې د بشري حقونو د خلاف ورزيو د حقيقت مقابله كولې نه شي۔ هغه يوازې د بشري حقونو د رامخې ته شوي صورتحال جاج اخستو لپاره د سياسي سوچ خپلولو په حاجت زور راوړو۔