پاك پوځ د جمهوريت سره ولاړ دے، د افغانستان په معامله د وزيراعظم عمران خان دريځ رښتيا ثابت شوے. د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب

image

اسلام آباد 11اکتوبر(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي پاك پوځ د جمهوريت سره ولاړ دے او د پاكستان د آئين پاسداري كوي، د افغانستان په معامله د وزيراعظم عمران خان دريځ رښتيا ثابت شوے، مونږ د افغانستان مسئلې د حساسيت نه خبر يو، اپوزيشن ګوندونه په خپلو كښې د يو بل سره اپوزيشن كوي او په يو بل عدم اعتماد كوي. ده دا خبرې د ګل په ورځ د نجي ټي وي چېنل په پروګرام كښې په خپلو خبرو كښې وكړې. ده ووئيل د پاكستان تحريك انصاف په دور كښې په نړيواله كچه كه د افغانستان او د كرتارپور لارې پرانستلو معامله وي يا د كشمير په اړه د وزيراعظم عمران خان دريځ ٬ سول ملټري ليډړشپ په يو پېج دے. ده ووئيل د مسلم ليګ ن په ليډرشپ د كرپشن كېسونه جوړ دي، دا خلق په ادارو نيوكې كوي، دوي په خپل دور كښې اولس لپاره هيڅ نه دي كړي بلكې خپل جائيدادونه ئې جوړ كړي. ده ووئيل د افغانستان په معامله د وزيراعظم عمران خان دريځ رښتيا ثابت شوے، كله چې د افغانستان معامله روانه وه نو هغه وخت پخواني وزيراعظم نواز شريف په لندن كښې د پاكستان مخالف محب الله غوندې خلقو سره ملاقاتونه كول. ده ووئيل اپوزيشن ګوندونه په خپلو كښې د يو بل سره اپوزيشن كوي او په يو بل عدم اعتماد كوي، فضل الرحمان په سياسي توګه بې روزګاره شوے، بايد فضل الرحمان د نورو خلقو څخه د استعفٰی غوښتلو په ځاے خپل زوي ته اووائي چې استعفٰي وركړه .

مضمون کا ماخذ : میگا سینا پریمیو