د هېواد وروستو پاتې سيمو ماشومانو له د تعليم وركولو هڅې كوونكې فلاحي ادارې په حقيقي توګه د رياست په ذمه وارۍ كښې شريكې دي۔صدر ډاكټر عارف علوي

image

كراچي 12اکتوبر (اے پی پی)صدر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي د هېواد د وروستو پاتې سيمو ماشومانو له تعليم وركولو لپاره هڅې كوونكې فلاحي ادارې په حقيقي توګه د رياست په ذمه وارۍ كښې شريكې دي او د ټولنې په ټولو اړوندو طبقو لازم ده چې هغوي د خېرښېګړې په دې كار كښې مرسته وكړي۔صدر د دې خيالاتو څرګندونه غېر منافع بخش ګرين كريسنټ ټرسټ(جي سي ټي)پلاوي سره د ملاقات په مهال كړې چا چې د نهې په ورځ د كراچۍ په ګورنر هاؤس كښې هغه سره ملاقات كړے۔د پلاوي مشري د جي سي ټي چيف ايګزېكټو افسر زاهد سعيد كوله۔په دې موقع په خپله وېنا كښې صدر ووئيل په سكولونو كښې د ماشومانو تعليم لپاره د كلتوري بدلون ضرورت دے۔ده د ګرين كريسنټ ټرسټ لخوا د تحقيق او پرمختګ هلې ځلې وستائېلې دغسې چې وسائل زيات نه زياتو كارولو په اړه شعور پېدا كولو له د وفاقي حكومت او د ټولو وفاقي برخو لخوا په زده كړو خرڅ كېدونكې وسائل رامخې ته كړے شي ۔صدر ووئيل د معياري زده كړې لپاره د استاذانو تربيه ضروري ده۔ده ووئيل جي سي ټي د تېرو 27 كلونو څخه د سندھ په كم پرمختلليو سيمو كښې د 150 نه زيات د خيراتي سكولونو جال خپور كړے چې پكښې د 29000 بې وزله كورنيو ماشومان شامل دي

مضمون کا ماخذ : شریر چڑیل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں