اسلام آباد 08 اکتوبر (اے پي پي) د امریکې نائب خارجه وزيرې وینډی شرمن وئيلي دي پاکستان او امریکا خپلو كښې د څو لسيززو راهسې ښې اړيكې لري، امریکا غواړي چې افغانستان پرمختګ وكړي، افغانستان كښې حالات ښه كيدو لپاره به ګامونه پورته كوو، پاکستان د څو لسيزو راهسې د افغان كډوالو كوربتوب كوي،مونږ د چا په پرمختګ كښې خنډان نه غواړو۔د دې خيالاتو څرګندونه دې د جمعې په ورځ د پي ټي وي سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔دې ووئيل د پاکستان دورې په مهال په ښه چاپيرچل كښې خبرې شوي، پاك امریکا اړيكو كښې كمے نه دے راغلے بلکه وخت سره سره لا ښې شوي، پاکستان سره قوي دوه اړخيزه اړيكو غواړو۔دې ووئيل امریکا غواړي چې افغانستان پرمختګ وكړي، افغانستان كښې حالات ښه كيدو لپاره به ګامونه پورته كوو، د پاکستان د تحفظاتو او اندېښنو نه خبر يو، پاکستان څو لسيزو راهسې د افغان كډوالو كوربتوب كوي۔ د امریکې نائب خارجه وزیرې وینډی شرمن ووئيل افغانستان كښې كه انسانی المیه راپيدا شوه نو دا به خطرناكه وي، نړۍ شريكې مسئلې لري،بايد په شريكه توګه حل كړې شي، د كډوالو مرستي لپاره د پاكستان کردار د ستئانې وړ دے۔دې ووئيل د کوویډ۔19 نه پس د نړۍ معاشی معاملات كښې بدلون راغلے، پاکستان په ښې تګلارې د دې مقابله كړې