اسلام آباد۔10اکتوبر(اے پی پی) كابل كښې د پاكستاني سفارتخانې په احاطه كښې د محسن پاكستان ډاكټر عبد القدير خان د غائبانه جنازې لمونځ ادا كړے شو۔ افغانستان كښې د پاكستان سفير منصور احمد خان په ټويټر د غائبانه جنازې لمونځ عكسونه هم شيئر كړل۔ د ارواښاد ډاكټر عبد القدير خان د جنازې لمونځ كښې د پاكستاني سفير منصور احمد خان په شمول د پاكستاني سفارت سينئر چارواكو او سفارتي عملې ګډون وكړو۔ په دې موقعه د ارواښاد بخښنې او لوړو درجو له دعا هم وكړې شوې۔