اسلام آباد 29 اکتوبر (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د كالعدم تحريك لبيك ايجنډا په هېواد كښې فساد خپرول دي٬په موجوده صورتحال كښې دې علماﺀ راوړاندې شي او خپل كردار دې تر سره كړي۔مونږ په امن ناكه ډول معاملات حل كول غواړو٬رياست دې كمزورې ونه ګڼلے شي٬مونږ لويو لويو ترهه ګرو تنظيمونو له ماتې وركړې ٬د رياست په وړاندې څوك نشي اودرېدے ٬نه به دوي برداشت كړو٬د هېواد قيادت د پوليس او قانون نافذ كوونكو ادارو په شا ولاړ دے۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د جمعې په ورځ د پرېس كنفرنس په مهال وكړه۔د اطلاعات وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل د نېشنل سېكورټي كمېټۍ په غونډه كښې د آئي اېس آئي ډي جي د كالعدم ګوند تحريك لبيك په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے۔د اطلاعات وفاقي وزير ووئيل تراسه د كالعدم تحريك لبيك په احتجاجي مظاهرو كښې پنځه پوليس اهلكار شهيدان ٬ 49 ژوبل شوي او د 14 حالت اندېښمن دے ۔د دې ګوند په وروستي احتجاج كښې 6 پوليس اهلكار شهيدان او 700 څخه زيات ژوبل شوي وو۔ده ووئيل تر ټولو زيات افسوسناك امر دا دے چې كالعدم تحريك لبيك د رسول پاك(ص)نامه استعمال كړې۔د اطلاعات وفاقي وزير ووئيل پاكستانے قام نه ټول عالم اسلام نبي كريم(ص)رحمت اللعالمين ګڼي٬ټوله نړۍ د حضور پاك(ص)په ذات كښې رحمت لټوي۔ده ووئيل د نبي كريم (ص)تعليمات دا دي كه په لار كښې ولاړ خنډان لرې كړے شي نو دا به هم نيكۍ شمېرلې شي۔ده ووئيل نبي كريم (ص)هر بشر له د رحمت او مينې زيرے دے ٬د عشق رسول(ص)مطلب دا دے چې هر بني نوع انسان سره مينه وكړے شي۔ده ووئيل اسلام د امن او د مينې مذهب دے۔دا امر ډېر تكليف وركونكے دے چې د حضور پاك(ص)نوم د سياست او تصادم لپاره استعمال كړے شي۔ده ووئيل وزيراعظم عمران خان په ټوله نړۍ كښې د اسلامو فوبيا او سيرت النبي(ص)په اړه عملي اقدامات كړي۔د رحمت اللعالمين اتهارټي جوړولو مقصد هم دا ؤ چې د اسلام فوبيا او د اسلام منفي تاثر مخ نيوي لپاره اقدامات وكړے شي۔ده ووئيل د پاكستان 97 فيصده وداني د مسلمانانو ده ٬مونږ باور لرو چې محمد(ص)د الله آخري نبي دے او دا زمونږ د ايمان برخه ده د دې نه بغېر ايمان كامل نه دے۔ده ووئيل علماﺀ كرام له هم د موجوده صورتحال تر مخه خپل كردار ترسره كول پكار دي۔وفاقي وزير ووئيل حكومت د صبر مظاهره كوي خو دا دې د رياست كمزورې ونه ګڼلې شي٬مونږ لويو لويو ترهه ګرو ډلو له ماتې وركړي٬ د رياست په څوك نشي اودرېدے ٬نه به دوي برداشت كړو٬د ټول هېواد قيادت د پوليس او قانون نافذ كوونكو ادارو سره ولاړ دے۔ده ووئيل مونږ په لارو سړكونو تصادم نه غواړو٬مونږ په هېواد كښې د امن او امان فضاﺀ په برقرار ساتل غواړو۔مونږ مذاكرات كوو خو دا خلك دې بېرته ستانه شي۔ده ووئيل رياست له به 22 كروړه اولس ته كتل وي٬د احتجاج له امله په جي ټي روډ د ټركونو قطارونه لګېدلي٬سوداګر او دوكانداران حكومت ته ګوري٬پرامن احتجاج د هر كس حق دے خو دا خلك د وګړو املاك ته زيان رسوي ۔ده ووئېل د پوليس اهلكارو ژوبل كولو او شهيد كولو سره به هغوي خپله غوښتنه په اړوندو چارواكو اومني داسې به چرې ونه شي۔د اطلاعات وزير ووئيل مونږ نه غواړو چې په هېواد كښې د امن او امان صورتحال خراب شي۔ده ووئيل مونږ ټولو ډلو سره خبرې اترې كوو٬دا خبرې به د آئين او قانون له مخې وي او پريكړې به زمونږ د عدالتي نظام له مخې وي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل مونږ ټي ټي پي سره هم خبرې كړي٬مونږ د خبرو اترو څخه انكار نه دے كړے خو مذاكرات د آئين او قانون په دائره كښې پكار دي٬مونږ د دې څخه بهر نه شو وتللے۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل مونږ د 20 كروړ اولس نمائندګان يو۔مونږ د اسلام قدرومنزلت او د حرمت رسول پاك(ص)ښه معلومات لرو٬د ټي اېل پي كاركنان زمونږ نه زيات مسلمانان نه دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د حكومت مقصد امن په برقرار ساتل وي٬زمونږ هڅه ده چې معامله د تشدد او تصادم پلو لاړه نه شي٬كه څوك د رياست رټ چېلنج كوي نو په دې به د رياست ردعمل سره مخ كېږي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د تحريك لبيك سره د دوو مياشتو څخه خبرې روانې دي٬د فرانس سفير مسئله پارليمان ته لېږلې شوې ٬د سعد رضوي خوشې كولو معامله په عدالتونو كښې ده٬د ټي اېل پي په احتجاجونو كښې زمونږ پوليس اهلكار شهيدان شوي٬د پوليس اهلكارو وينه بايد ارزانه ونه ګڼلې شي۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل مونږ په غېر ذمه واره صحافت بندېز لګولے ٬د خپلواكې مېډيا مطلب ذمه وار صحافت دے