اسلام آباد 29 اکتوبر (اے پي پي) د ايوان صدر د جامع مسجد څخه د جمعې مونځ او خطبه نيغ په نيغه نشر كړې شوې۔صدر ډاكټر عارف علوي٬د اسلامي نظريه كونسل چيئرمېن ډاكټر قبله اياز او د ايوان صدر چارواكو او كارمندانو د جمعې مونځ ادا كړو۔په دې مهال د اسلامي نظرياتي كونسل چيئرمېن ډاكټر قبله اياز خطبه وركړه۔هغه په خپله خطبه كښې ووئيل د ربيع الاول د مقدسې مياشتې تقاضا ده چې د حضور پاك صلی الله عليه وآله وسلم په تعليمات او د هغوي د پاك ژوند د عملي اسباق څخه لارښونه ترلاسه كولو سره د خپل چاپېرچل د خلكو تربيه وكړی شي۔هغه ووئيل د حضور صلی الله عليه وآله وسلم پاك سيرت زمونږ لپاره د لارې مشال دے۔د مسلمانانو لپاره لازم ده چې دوي د چا لپاره د ستونزو سبب ونه ګرځي۔هغه په ټولنه كښې د منافرت د رويو څخه د ډډې كولو په حاجت زور راوړولو كښې ووئيل مونږ ټولو له د الله د مخلوق سره احسان او ښه سلوك كول پكار دي۔زمونږ نبي پاك(ص)د لارې خنډانو لرې كولو او د خلكو لپاره د آسانۍ راپېدا كولو تلقين كړے ۔په دې مهال د هېواد او قام سلامتيا پرمختګ او خوشحالۍ لپاره دعا وكړی شوه۔ياد دې وي د صدر ډاكټر عارف علوي په سپارښتنه د خلكو لارښونې لپاره د ايوان صدر جامع مسجد څخه د جمعې خطبه نيغ په نيغه د نشر كولو سلسله پېل كړی شوې۔