نا اهل ليګ وړومبې په نړيواله وبا ناوړه سياست وكړو ٬ اوس په نړيواله كچه د پټرولو په بيعو سياست كولو كښې بوخت دي٬ په كال 2018 ﺀ كښې د دوئي سياست دفن شوے دے٬ ډاكټر شهباز ګل

image

ټورنټو ۔30اکتوبر(اے پی پی) سياسي ابلاغ لپاره د وزيراعظم خصوصي مرستيال ډاكټر شهباز ګل وئيلي دي اولس په كال 2018 كښې د ن ليګ سياست دفن كړے دے ٬ تښتېدلې مياں د “زه مو ولې ووېستلم” نعرې لګوي۔ پاكستان د آئي اېم اېف در ته رسوؤنكي نن په كومه خله د قرضې خبره كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ډاكټر شهباز ګل د مريم اورنګزېب په بيان خپل غبرګون كښې وكړه۔ هغه ووئيل نا اهل ليګ وړومبې په نړيواله وبا ناوړه سياست وكړو ٬ اوس په نړيواله كچه د پټرولو په بيعو سياست كولو كښې بوخت دي۔ خصوصي مرستيال ووئيل پاكستان د آئي اېم اېف در ته رسوؤنكي نن په كومه خله د قرضو خبره كوي۔ قرض پسې قرض ئې اخستلو ولې بيا هم خزانه خالي پاتې شوه او دوئي به خپلې خېټې ډكولې۔

مضمون کا ماخذ : دیگر کلیدی الفاظ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں