اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي)د وزيراعظم د مذهبونو همغږۍ او مينځني ختيز چارو خاص مرستيال او د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفي وئېلي دي چې په نېشنل ايكشن پلان بشپړه عملدرآمد د پاكستان د حالاتو تقاضا ده٬په دې اړه علماﺀ او مشائخ په بشپړه توګه د مرستې باور راكړی٬پاكستان علماﺀ كونسل د حكومت او تحريك لبيك ترمينځه د شوي لوظ هركلے كوي٬حكومت په ښه ډول د دې مسئلې حل راويستلې او اولس يې د يوې لويې پیښې څخه بچ كړي۔د شورو په ورځ پرېس كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال حافظ طاهر محمود اشرفي وئېلي دي د وزيراعظم د سعودي دوره كاميابه وه۔ده ووئيل چې سعودي عرب عمر له د پاكستان سره په سختو حالاتو كښې مرسته كړی٬د سعودي عرب او پاكستان ترمينځه محبت ټوله نړۍ ويني۔ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان د سعودي د سرمايه كارۍ وزارت لخوا په كنفرنس كښې ګډون كړې چې پكښې سعودي عرب د 500 څخه زيات نړيوال سرمايه كارو او نوموړو كاروباري شخصياتو د پاكستان په سرمايه كارۍ كښې د خوښۍ څرګندونه كړې۔وزيراعظم د سعودي عرب ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان سره ملاقات هم شوې٬د ګرين پاكستان٬ګرين سعودي عرب او ګرين مينځني ختيز په اړه به تاسو وګورۍ چې په راتلونكو څو مياشتو كې په دې اړه ډېر اقدامات رامخې ته شي۔حافظ طاهر محمود اشرفي ووئيل چې د سعودي عرب سره د پلاوي تبادلې لړۍ هم پېل شوې٬په داسې حالاتو كښې كله چې د ټولې نړۍ معيشت د ستونزو ښكار دې هم دغسې د پاكستان معيشت هم د ستونزو ښكار و۔سعودي عرب يو ځل بيا د تېلو په اړه په سټېټ بانك كښې د درې اربه ډالرو اېښودلو په اړه د پاكستان سره بشپړه مرسته كړی