د امريكې 39 ايوان نمائندګانو د بائيډن انتظاميې څخه د افغانستان منجمد اثاثو جاري كولو غوښتنه

image

اسلام آباد 18دسمبر (اے پي پي) د امريكې ډيموكريټس او ريپبلكن ګوندونو څخه تعلق لرونكو ايوان نمائندګان د بائيډن انتظاميې څخه د افغانستان منجمد اثاثو جارې كولو او نړيوال مالياتي ادارو ته افغانستان كښې د ضروري سرمايې لګولو اجازه وركولو غوښتنه كړې ده۔ د امريكې خارجه وزير انټوني بلنكن او د خزانې وزير جينيټ يلن په نامه 39 ايوان نمائندګانو لاس ليك شوې خط كښې قانون سازو د امريكې انتظاميې ته وئيلي چې د افغانستان سركاري ملازمانو له تنخاه ورولو هڅې كونكو ګڼ اړخيزه تنظيمونو مرسته وكړي۔خط كښې وئيلي شوې چې د افغانستان ناكام رياست څخه به چا ته ګټه ونه شي۔ مونږ په انتظاميه فشار اچوو چې د امريكې اولس د سباؤن كوم ممكنه خطر څخه محفوظ وساتي۔ د امريكې دا هم ذمه واري ده چې د افغانانو مرسته وكړي۔ خط كښې وئيلي شوې چې افغانان د قحط او معاشي تباهۍ سره مخ كېږي او باور لرو چې چې د انساني تباهۍ مخنيوې لپاره د پريكړې وړ اقدام ته اړټيا ده۔كانګريس غړو وئيلي چې تقريباً 18.4 مليونه افغانانو ته په انساني بنيادونو مرستې ته اړټيا ده۔ 30 فيصده آبادي هنګامي صورتحال يا خوراك نشتوالي بحراني صورتحال سره مخ ده چې پكښې 2 مليونه ماشومان شامل دې۔زيات شوې معاشي او خوراك بحران په لويه توګه د كډه كولو خدشات پيدا كېږي كومې سره چې سيمه غير مستحكم كيدې شي۔ ايوان كانګرنس بائيډن انتظاميې ته سفارش كړې چې په افغانستان كښې منجمد اثاثې د ملګرو ملتونو يا كومې ايجنسۍ ته جارې كړي دغسې چې د استاذانو تنخاګانې وركړې شي او په سكولونو كښې ماشومانو له خوراك ورګړې شي

مضمون کا ماخذ : سپرمین: فلم
متعلقہ مضامین
مزید خبریں