ننكانه صاحب 19 نومبر (اے پي پي) د سكھ مذهب د باني او روحاني پيشواباباګورونانك د 552م زېږون ورځې درې ورځنۍ دستورې پېل شوې او په دې دستورو كښې ګډون لپاره د پاكستان اوهند پشمول ګردې نړۍ نه د هندو او سكھ ياتريانو د راتګ سلسله روانه ده٬ تېره ورځ سرداررام پال سنګھ بھيني وال په مشرۍ كښې د 2400 نه زيات هندي سكھ ياتري د واھګه بارډر د لارې په خاص بسونو كښې ګورودواره جنم استھان ننكانه صاحب ته رارسېدلي۔ په دې موقع ډپتي كمشنر زاهد پروېز وړائچ، ډي پي اوكېپټن (ر) منصور امان ، د ننكانه صاحب د ميونسپل كمېټۍ چيئرمېن چوهدري نعيم احمد پشمول د متروكه وقف املاك بورډ چارواكو او ګورودواره جنم استھان عتيق ګېلاني او مشرانو د سكھ ياتريانو تود هركلے كړے ۔ سكھ ياتري “په اكھنډ پاټھ ،شبد كېرتن” او نور مذهبي رسومات ادا كولو كښې مصروف دي۔ د پاكستان حكومت په امر د متروكه وقف املاك بورد او د پاكستان سكھ ګوردواره پر بندھك كمېټۍ لخوا د ضلعي اتنظاميې په مرسته سكھ ياتريانو لپاره د استوګڼې طعام ٬ امنيت او د ټرانسپورټ پشمول ټول انتظامات په ښه ډول ترسره كړے شوي۔