اسلام آباد 18 اکتوبر(اے پی پی) د قامي سلامتيا سلاحكار ډاكټر معيد يوسف سره د امريكې سفارتخانې ناظم الامور انجيلا ايګرل د ګل په ورځ ملاقات كړے۔په دې موقع د افغانستان او پاك-امريكا په دوه اړخيزه اړيكو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔د ګل په ورځ د جاري شوي پرېس رېليز له مخې د قامي سلامتيا صلاحكار په افغانستان كښې په خراب معاشي صورتحال د تشوېش څرګندونه كړې ۔دوي د افغانستان په معامله په ګډه د وړاندې تللو عزم څرګند كړو ٬ دغسې د امريكې ناظم الامور د افغانستان څخه په وتلو كښې د پاكستان مرسته او هڅې وستائېلې۔