د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد د پاك بحريه ډاك يارډ كراچې دوره وكړه

image

اسلام آباد 03 اكتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد د اتوار په ورځ د پاك بحريه ډاك يارډ كراچې دوره وكړه. كمانډر پاكستان فلېټ وي/ اېډمرل نويد اشرف د هغه هركلې وكړو. په دې موقع د كورنيو چارو وفاقي وزير د پاك بحريه د آپرېشنل طاقت او نيول آپرېشن د بېلا بېلو اړخونو نه خبر كړے شو. د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد ته د سب مېرين حمزه هم تفصيلي دوره وركړې شوه. د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد د سب مېرين بېلا بېلې برخې وكتلې او د نېول افسرانو څخه ئې د آپرېشنز په اړه تفصيلات ترلاسه كړل. شېخ رشيد احمد د پاك بحريه په آپرېشنل صلاحيتونو د ډېر باور څرګندونه كولو سره د دې غوره كاركردګي وستائيله. ده ووئيل چې جنګ وي يا امن په دواړو صورتونو كښې د پاك بحريه كردار د ستائنه وړ دے.

مضمون کا ماخذ : لافانی رومانس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں