لاهور15ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان ته د شورو په ورځ د پنجاب په انتظامي چارو بريفنګ وركرے شو۔ د وزيراعظم د ميډيا آفس لخوا د جاري شويبيان له مخې د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې په ترسره شوې غونډه كښې د پنجاب وزيراعليٰ عثمان بزدار، چيف سېكتر او د پنجاب پوليسو آئي جي ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د صوبې انتظامي چارو په ښه كولو او په خاص توګه سروس ډيليوري د لا ښه كولو په اړه د شويو اقداماتو نه وزيراعظم خبر كړے شو۔