اسلام آباد 19 اګست(اے پی پی)د نجكارۍ وفاقي وزير محمد ميا سومرو وئېلي دي چې په كربلا كښې چې د كوم صبر او استقامت څرګندونه شوې٬هغه مونږ ټولو لپاره سبق دے۔د عاشورې ورځې په موقع په خپل پېغام كښې ده ووئيل چې نننۍ ورځ د لويې او لازوال قربانۍ ياد راكوي۔حضرت امام حسېن عليه السلام او د ده ملګرو د دين اسلام تحفظ لپاره خپل ځانونه قربان كړي۔محمد ميا سومرو ووئيل چې په كربلا كښې چې د كوم صبر او استقامت څرګندونه شوې٬هغه مونږ ټولو لپاره سبق دے۔ده ووئيل چې حق او رېښتيا لپاره صبر سره ودرېدل د حضرت امام حسېن عليه السلام پېغام دے۔ده ووئيل چې مونږ د عاشورې ورځې په موقع حضرت امام حسېن عليه السلام او د هغه ټول ملګرو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوو