اسلام آباد۔16اګست (اے پی پی)د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورنا وائرس د لاسه د سندھ نه وروستو په پنجاب كښې تر ټولو زيات كسان مړه شوي۔ ګرد هېواد كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس د لاسه 72 كسان په حق رسېدلي كومو كښې چې 28 په وېنټيلېټرز وو۔ د نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سېنټر لخوا د جاري شوو شمېرو له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال ګرد هېواد كښې د 3 زره 669 كسانو د كووډ-19 ټېسټ مثبت راغلے۔ تر دې دمه ګرد هېواد كښې د كورونا وائرس نه په مجموعي توګه 9 لکه 89 زره 13 كسان ښه شوي۔ بلوچستان كښې دا مهال د كووډ-19 كوم رنځور په وېنټيلېټر نشته۔ ګرد هېواد كښې د کووډ۔19 لپاره په بېلو كړو وېنټيلېترز 463 رنځوران پراته دي۔ دغسې د کووډ۔19 اېکټو کېسونو شمېره 88 زره 588 او د ځپليو 11 لکه 2 زره 79 ته رسېدلې ۔ ګرد هېواد كښې تر دې دمه د كورونا وائرس د لاسه په مجموعي توګه 24 زره 478 كسان مړه شوي۔ تر دې دمه د كورونا وائرس 1 کروړ 69 لکه 2 زره 15 ټېسټونه شوي او د كووډ-19 درملنو له بېلو كړو روغتونونو كښې د 5 زره 216 رنځورانو درملنې روانې دي۔