اسلام آباد۔17اګست(اے پی پی) د وزيراعظم د سياسي ابلاغ خصوصي مرستيال ډاكټر شهباز ګل وئيلي دي هېواد كښې په اولني ځل د طاقتور احتساب كېږي۔ په تېر حكومت كښې د اېن جي ټرمينل 15 كاله لپاره په ټھېكه وركولو سره قامي خزانې ته د اربونو روپو زيان رسېدلے۔ د نهې په ورځ د شاهد خاقان عباسي په بيان خپل غبرګون كښې هغه ووئيل د پټروليم وفاقي وزير په حېث نوموړي د اېل اېن جي ټرمينل ټھېكه د خپلې خوښې كمپنۍ ته وركړې۔ هغه ووئيل اېن جي ټرمينل 15 كالو له په ټھېكه وركولو سره قامي خزانې ته د اربونو روپو زيان رسېدلے۔ هغه ووئيل په جولائي 2020 كښې د 2 ډالره او اپرېل 21 كښې د 9 ډالره اېم اېم بی تی یو كښې د اېل اېن جی سودا وكړې شوه۔ هغه ووئيل د تحريك انصاف حكومت 10 كله لوظنامه په 10.2 فیصد وكړه۔ ډاكټر شهباز ګل ووئيل پی ټی آئی حکومت د ن ليګ په مقابل كښې نزدې 25 فيصده ارزانه لوظنامه وكړه۔ د پي ټي آئي كړې لوظنامه به د راروان كال 2022 جنورۍ مياشتې نه پېل كېږي