کابل ته نه یم تلے، د هند ميډيا غیر ذمه واره خبرې كړې٬ زه به مشاروت لپاره تاجکستان، ازبکستان، ترکمانستان او ایران ته ځم مخدوم شاه محمود قرېشي

image

اسلام آباد۔23اګست(اے پی پی)د بهرنیو چارو وزیر مخدوم شاه محمود قریشي وئیلي دي زه کابل ته نه يم تلے٬ د هند ميډيا غیر زمه واره خبرې کړي، مشاورت لپاره به تاجکستان، ازبکستان، ترکمانستان اوایران ته ځم۔ افغانستان د پرمختګ لپاره تعلیم لرونكو خلکو ته اړتیا لري٬ كه ټول بهر هېوادونو ته لاړ شي نو افغانستان به وځپلے شي۔ د ګل په ورځ د افغانستان روانې وضعې په اړه خپل بيان كښې خارجه وزير ووئيل د هند ميډيا زما كابل ته د تګ په اړه بې بنسټه ډنډورېاو غېر زمه واره خبرې كړي چې ورسره ئې خپل وقار ته زيان رسېدلے۔ د هند ميډيا د خبرې نه وړاندې بايد تصديق وكړي۔ خارجه وزير ووئيل كابل ته نه يمه تلے۔ پاكستان كښې مهمې غونډې شوي ۔خارجه وزير ووئيل تېره ورځ زما د اروپائي ائتلاف خارجه چارو مشر جوزف بوريل سره خبرې شوي ۔ ما هغه ته ووئيل زه د صورتحال تر مخه د پېښو چېلنجونو په حقله شرېكه لائحه وضعه كولو له د منطقې مهمو هېوادونو په دوره روان يم۔ په دې لړ كښې به تاجكستان ٬ ازبكستان ٬ تركمانستان او ايران ته ځم او د دغه هېوادونو قيادت سره به مشاورت كوم۔ دې نه وړاندې چين سره زمونږ خبرې شوي۔ هغه ووئیل افغانستان زيات نسلونه لرونكے هېواد دے دغلته د پښتنو سره سره نور خلك هم ژوند كوي۔ په دې تناظر كښې مونږ غواړو چې دغلته هغه حكومت رامخې ته شي كوم چې پراخا بنياد او اجتماعيت لري۔ هغه ووئيل مونږ له به دا خبره به ذهن كښې ساتل وي چې افغانستان كښې د امن مخالف قوتونه “اسپائيلرز”نن هم متحرك دي ٬دوی په افغانستان کښې تل پاتې امن نه غواړي، په داسې حال کښې چې پاکستان او د سیمې ګاونډي هیوادونه په افغانستان کښې امن بحالول غواړي۔ شاه محمود قرېشي ووئيل هند له به خپل محدود سوچ پړېښودل وي۔ كه هند د پاكستان لاندې ثابت كولو په سوچ دغسې ولاړ پاتې شو نو هغه به د منطقې هېڅ خذمت ونكړے شي۔ هند افغانستان سره د ښو اړيكو دعوېدار پاتي شو۔ هغه ووئېل ٬ مونږ د هند افغانستان سره په ښه اړيكو هېڅ اعتراض نه لرؤ۔ زمونږ پام يوې ډلېته نه دے۔ د پاكستان سوچ د افغانستان بهترۍ لپاره دے۔ هغه ووئيل مونږ افغان اولس لپاره په زړه پورې چاپېرچل رامخې ته كول او افغانستان كښی سوكالي او پرمختګ غواړؤ۔ خارجه وزير ووئيل د افغان اولس په اړه سوچ كوؤنكو سره خبرې كوؤ۔ نړيواله ورورولي هم بايد افغانستان سره اړيكې بحال وساتي۔ هغه ووئيل د افغانستان پرمختګ لپاره لوستو خلكو ته اړتيا ده۔ كه ټول بهر لاړ شي نو افغانستان به وځپلے شي۔ د ځان تحفظ٬ د بنيادي حقونو احترام او د افغانستان روښانه سباؤن ضروري دے

مضمون کا ماخذ : números quina hoje
متعلقہ مضامین
مزید خبریں