اسلام آباد 15 اګست (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقی وزیر چوهدری فواد حسېن وئيلي دي چې ډیجیټل میډیا سره زمونږ مستقبل تړون لري، ففتھ جنریشن او هائبرډ وار يو حقیقت دے، د پاکستان يو پلو هند او بل پلو افغانستان دے، په دې لحاظ سره زمونږ سيمه ځيني ستونزو سره مخ ده، مونږ له به د خپل زمكيز حقائق له مخي پريكړې كول وي، د فرقه وارانه فسادات په شا تر تولو لوئ هند كښې ناست د پاکستان مخالف عناصرو دے،د ریاست مخالف بیانیې ته د هند د اړخه مرسته ترلاسه ده، ډیجیټل میډیا ونګ رپورټ كښې پاکستان د پېښ هائبرډ وار يو جھلك وړاندې كړې شوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده ډیجیټل میډیا سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔ وفاقی وزیر ووئيل امریکا نن ځكه سپر پاؤر دے چې د هغوي ګاونډيان امناكه دي دغسې پاکستان يو پلو هند او بل پلو افغانستان لري،په دې لحاظ سره سيمه ځيني ستونزو سره مخ ده،مونږ له به خپل زمكيز حقائق له مخي پريكړي كول وي۔ده ووئيل سوویت یونین 1979 كښې په افغانستان قبضه کړې وه، اسامه بن لادن په نیویارک بريد كړې ، امریکې د افغانستان څخه د وتللو پريكړه كړي، دا ټولي پريكړې زمونږ څڅه د پوښتنه كولو نه غير شوې دي خو د دې اثرات سره مونږ هم مخ شوي يو۔ وفاقی وزیر ووئيل مونږ په ا صل او جعلی خبر كښې فرق لټولو له چيلنج سره مخ يو، د امریکې پخواني صدر اوباما 2013 كښې وئيلي ؤ چې حکومتونو تر ټولو لوئ چيلنج فلو آف انفارمیشن څخه ختميږي۔ ده ووئيل کراچۍ كښې چې كله ټی ایل پی په ضد عمليات پيل شو نو درې ساعتو په مهال ګڼ ټويټس شوي چې کراچۍ كښې سول وار پيل شوے، په دې ټول ټویټس كښې لوئ لاس د هند ؤ۔ ده ووئيل هند څخه د يو مسلك په اړه زيات ټویټس راغلې، ریاست مخالف بیانیې ته د هند څخه مرسته ترلاسه شوې۔ده ووئيل د فرقه وارانه فسادات په شا تر ټولو لوئ لاس په هند كښې د ناست اینټی پاکستان عناصرو دے۔ چوهدری فواد حسېن ووئيل كوم هېوادونه چې بيانيه نه لري، يو ځائې پاتي كيدو جواز نه لري او دښمن هر وخت چمتو وي نو دې لپاره د بیانیې جنګ زیات اهميت لري۔ وفاقی وزیر ووئيل كله چې په وړومبي ځل د اطلاعاتو وزير جوړ شوم نو ما وئيلي ؤ چې ډیجیټل میډیا به د روایتی میډیا ځائې ونيسي، په دې زما مخالفت شوې ؤ۔ده ووئيل ما په 2018 كښې د خزاني وزارت ته خط ليكلې ؤ كوم كښې چې ما وئيلي ؤ چې ایډورټائزنګ څه ډول مخ په وړاندې روان دې ، راروانو 5 كلونو كښې به دا تقریباً 12 اربه ته ورسي، 2018 كښې دغه څلور اربه روپۍ ؤ او يواځي درې كلونو كښې دغه 25 اربه روپۍ ته ورسيد۔ده ووئيل دا مهال يواځي ګوګل او فیس بك تقریباً 7 اربه روپو ایډورټائزنګ په لړ كښې پاكستان څخه ترلاسه كوي،راروانو دوه يا درې كلونو كښې به فارمل میډیا ایډورټائزنګ شاته پاتي شي دغسې ډیجیټل ایډورټائزنګ به مخ په وړاندې لاړ شي۔ چوهدری فواد حسېن ووئيل زمونږ له به په ډیجیټل ایډورټائزنګ نظر ساتل وي،د دې ریګولیشن كولو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل مونږ له به جعلی، فرقه وارانه او نفرت انګیز خبرونو سوچ كولو ته اړتيا ده۔مونږ پاکستان میډیا ډویلپمنټ اتھارټی جوړوو ، زمونږ مستقبل ډیجیټل میډیا ده۔ وفاقی وزیر اطلاعات ووئيل دا مهال په هېواد كښې تقریباً 114 چینلز کار كوي چې پكښې 31 کرنټ افیئرز او 42 تفریحی چینلز شامل دي، اېف ایم ریډیوز شميره 258 ده ، په دې كښې 196 کمرشل او پاتي نان کمرشل دي۔ انټرنیټ ټی وی تقریباً 12 لائسنس دي چې پكښې نیا ټیل، پی ټی سی ایل او ورلډ کال شامل دي۔دې نه ځانله تقریباً 1672 ورځپاڼو كښې 800 جعلی ورځپاڼي دي كوم چې نه شائع كيږي۔داسې ورځپاڼو له به اشتهارات کمولې شي په دې به هم شور كيږي نو دا ظلم نه دې۔ وفاقی وزیر اطلاعات ووئيل هېواد كښې د موبائل فونز کنیکشنز شميره تقریباً 18 کروړه ده دغسې ځيني صارفین يو څخه زيات سيمونه كاروي،دغسې تقریباً 10 نه تر 12 کروړه موبائل صارفین دي۔ تھری جی او فور جی صارفین شميره 98 ملیونه ده ، براډ بینډ سبسکرائبرز شميره 10 کروړه ده۔ده ووئيل په واټس ایپ تقریباً 6 نيم كروړه وګړي دي، یوب ټیوب 5 كروړه 60 لکهه ، په فیس بك 3 کروړه 70 لكهه كسان دي۔تر ټولو زيات ډاون لوډ كيدونكې ایپ ټك ټاك دې په دې دوه كروړه كسان دي۔ده ووئيل انسټا ګرام، لنك ایدن او ټویټر تقریباً 5 ميليونه كسان دي ، په ټویټر زيات اثر لرونكي طبقه ده۔ نیټ فلیکس او ایمازون او ټی ټی سروسز وركوي، انټرټینمنټ په عملی توګه شفټ شوي ، د دې په ایډورټائزمنټ كښې هم اضافه شوي۔ وفاقی وزیر اطلاعات ووئيل زيات وګړي ډیجیټل پلو شفټ شوي ، ډیجیټل منظر نامه زياته شوي، ډیجیټل میډیا به د پاکستان میډیا منظر نامه وړاندې كوي۔ ده ووئيل دا شميره يو سخت حقیقت دې،د دې دا مطلب نه دې چې زمونږ فارمل میډیا، ټی وی یا ورځپاڼي به ختم شي بلکه د دې تګلاره به بدل شي۔ چوهدری فواد حسېن ووئيل اولسي خوښي زياتيږي،په دې كښې د كركي وړ او نازیبا مواد مخنيوي لپاره ریګولیشنز ته اړتيا ده۔ده مثال وركړو چې يو تن په خپله محله كښې د ماشومانو ويډيو جوړولو سره په ټك ټاك اچوي چې دا فلاني زوې دې او فلاني ځائې كښې سكول ته ځي، بهر هېوادونو كښې مېشته وګړو ته خو د دې نه څه مسئله نشته خو مونږ ته معلومه ده چې د محلې د كوم ماشوم عكس جوړولو سره په ټك ټاك اچولو سره څه كيدې شي د هغه د سكول تلل به بند شي، دې لپاره به مونږ له په دې ډول چارو ریګولیشنز راوړل وي۔